General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دین دمخدراتو په ګډون له ډیرو بربادیو څخه دخلاصون لار

دین دمخدراتو په ګډون له ډیرو بربادیو څخه دخلاصون لار

2021-01-04 addicted people polisokhta

 

داسلام سپېڅلي دین ټول نشه یی او مخدره توکي حرام ګرځولي، حقیقت خو دادی چې آسماني ټول دینونه دبشریت ددنیا او آخرت دنجات اوفلاح لپاره په خپل وخت کې رالېږل شوي او هرڅه چې په کې حکم شوی دبشر لپار ګټوردي  او څه نه چې نهی شوې دبشریت لپاره زیان لرونکي دي.

یوه بیلګه یې هم مخدره اونشه توکي دي ، له شرابو او هیرئیونو نېولې بیا ترچرسو اوان سګرتواو نصوارو پورې کوم توکې چې خلک یې دنشې او یا دځینو په اند دخپلو غمونو دغلطولو لپاره په اصطلاح  کاروي! ؟ په دین کې یې کارول منع شوي  اوزیانونه یې ټولو ته څرګند دي ، خو داچې ولې یې یوشمېر خلک کاروي همغوی له خپل ځان او له خپلې ټولنې سره ستره جفا کوي.

ګناه او سرکښی دانسان په خټه کې اخښل شوې خو داچې ځینې انسانان ډیر په کې اخته دي  او دځان له زیانه علاوه دنورو دزیان سبب هم ګرځي بیا د ډېرې اندېښنې وړ دي.
آسمانی دینونه نه یواځې داچې دنشه یی توکو او مخدراتو په اړوند رغونکې او نجات بښونکې لارښوونې لري بلکې دژوند په ټولو اړخونو کې بشریت ته دخلاصون لارې جوتوي.

له بده مرغه اوسني عصر کې ځینې ټولنې چې ان ځانته پرمختللې هم وایی له دیني اوامرونه په سرغړونه کې دخپل ځان او خلکو لپاره دتباهی کوهی کیني . تاسو وګوري په داتیرو وختونو کې دامریکې په ځینو ایالتونو او داروپا په یوشمیر هیوادونو کې د همجنسګرایی قوانین دولتی او رسمي بڼه غوره کوي چې له ورایه دغه قوانین له بشریت سره دتضاد په ټکی کې دي، یو شمیر هیوادونو خو خپلو رسمی محاکموته لارښوونه کړې چې  د همجنسبازانو ترمنځ د واده کولو اوګډ ژوندانه حق خلکو ته ورکړي چې بیا نو نه یواځی دآسمانی ادیانو سره په ټکر کې عمل دی چې دبشر طبیعی ژوند سره هم په ټکر کې دی.

 خو داچي دوی یی ددموکراسۍ په نامه عملي کوي له ورایه ددغه ډول بشری عقل کمښت او تیروتنه ترې څرګندیږي او که خدای مکړه دغه بهیر دوام ومومي نوکیدای شي  مخدره توکو کارولو ، پیرودلواو خرڅولو ته هم په خپلواکه توګه اجازه ورکړشي لکه چې په یوشمیر هیوادونو کې همداسې شوي هم دي نو بشر به په خپله دخپلې تباهي لارې ځان ته مساعدې کړي.

یو واقیعت داهم دی چې دولتونه او قهریه قوې کله هم نشي کولای هرڅه په خلکو وتپی او پرې عملي یې کړي نو ځکه ټولنو ته ترټولو مهم او اړین، معنوي ځواک دی چې له شک پرته دین او دحکمونو عملي کول یې  تأمینولی شي. نو ښه داده چې هرانسان له ځانه سره فکر وکړي چې دمخدراتو کارول او له الهی احکامو څخه سرغړونه یې دتباهۍ او بربادۍ لامل ګرځي  او په ټینګه دې ترې مخنیوی وکړي.

هغه ټولنې چې دمخدراتو له کبله په کې  جنایي پيښې ډیرې دي که چیرې دغه ډول ستونزې نشی حلولای پر ځای ددې چې په نورو لارو لګښت وکړي په کارده چي معنویت ته دخلکودرابللو له لارې دې دنشه یی او مخدره توکو سره دمبارزې لارې خپلې کړي.

داسلام مقدس دین هم داسې وخت کې دبشر لپار پیرزو شو چې عربو جزیره دوحشت او تباهی له کندې سره مخامخ وه خو همدې دین ورته دخلاصون لاره پرانسته اوهغو عربو ته  یی چې نه یې دبل حق پیژانده او نه یی هم دخپل ځان  او خپل اولاد حق داسې ټولنه جوړه کړه چې نږدې ټوله نړۍ یې دخپریدا په لومړي پیړۍ کې له هلاکت څخه وژغورله.

په اوسنی وخت کې هم کولای شو د بشر لپاره دسترو ګواښونو دمخنیوي په خاطر که هغه دایډز بدمرغه ناروغی ده یا نشه یی توکي او ځان وژنې اونور ، ددین لاره غوره کړو او په دې توګه هم دخپلې دنیا او هم دخپل آخرت د نجات او خلاصون لارې برابرې کړو.


لیکونکی :محمد شفیق حقپال