General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): هرڅوک چی دُخانیات(سګرت،چرس،چلم...) اوشرابو نه استفاده کوی هغه دالله (ج) په وړاندی ګنهګارده

هرڅوک چی دُخانیات(سګرت،چرس،چلم...) اوشرابو نه استفاده کوی هغه دالله (ج) په وړاندی ګنهګارده

2020-12-24 CNJC Photo

 

دُخانیات(سګرت،چرس،چلم ...) له دی وجهی حرام دی چی د انسان روغتیا ته زیان رسوی او انسان هلاکت کندی ته اچوی ، نو دغه کړنی  دالله (ج) اونبی کریم صلی الله علیه وسلم  د اوامرو نه ښکاره سرغړونه ده.

څښتن تعالی(ج) په خپل عظیم الشان کتاب قرآنکریم کی ویلی چی تاسو په خپل لاس ځان مه وژنی او په بل ځای کی بیا فرمایی چی تاسو خپل ځان په هلاکت کی مه اچوی او الله(ج) پرتاسو مهربان دی.

اوهمدارنګه نبی کریم صلی الله علیه وسلم په خپل حدیث کی فرمایی چی نه ځان ته او نه نوروته زیان مه رسوی.

همداشان چی الله(ج) او پیغمبراکرم صلی الله علیه وسلم مسلمانان له دُخانیاتو نه منع کوی په عین وخت کی شراب څکل هم د مسلمانان لپاره حرام ګرځولی شوی دی.

څښتن تعالی په خپل کتاب قرآن عظیم الشان کی مومنانو ته په خطاب ارشاد کړی ده چی :( ای هغه کسانو چی ایمان مو راوړی دی ! شراب،قمار،بُتان اوبخت آزموینه چټل اودشیطان کړنی دی. او له هغو شیانونه ځانونه لری وساتی ترڅو چی کامیابه سی ،ځکه شیطان غواړی چی دشرابو اوقمارو په وسیله ستاسو په مینځونو کی دښمنی اوبد بینی رامنځته کړی اوتاسو دخدای له ذکر اومونځ نه منع کړی.)

اوپه عین حال کی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ارشاد کوی چی : ( کُل مسکرخمروکُل خمر حرام) یعنی هرهغه شی چی مستی راوړی اوانسان له عادی حالت نه اوباسی هغه شراب ده نو هرهغه شی چی مستی راوړی اوانسان له عادی حالت نه اوباسی هغه حرام ده.

اوهمدارنګه نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی چی :(( لعنت پرشراب، پر شراب څکونکی ،پرهغه څوک چی شراب نوروته وړاندی کوی، پرهغه څوک چی شراب غواړی، پرخرڅونکی ، پرهغه څوک چی انتقالوی اوپرهغه څوکی چی دشرابو دپیسی نه ګټه پورته کوی .))

نو پردی اساس هرهغه څوک چی دُخانیاتونه(سګرت،چرس،چلم...) اوشرابو نه ګټه پورته کوی دخدای اودالله (ج) د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اوامرونه سرغړونه کړی ده.

اوڅوک چی دخدای اونبی کریم صلی الله علیه وسلم د اوامرونه سرغړونه وکړی یقیناْ چی مخالفت کړی ده اوګنهګارشمیرل کیږی نو دغه کسان باید ځانونه دالهی عذابونو ته آماده کړی او یا داچی دغه کسان دخپل کړنی نه توبه اوباسی اونور دغو کړنی ته مخه نکړی.

اما دعقلی دلایلو پربنسټ ددُخانیاتو(سګرت،چرس،چلم...) حراموالی: عاقل اوسالم انسان دهغه شیانونه چی باعث دمالی اوجسمی زیانونو کیږی استفاده نه کوی ځکه چی عقلمند سړی باید دخپل وجود اومال نه ساتنه وکړی اودبلی خواه په نشه روږدو کسان دنشه یی توکو په نشتون سره هم له عادی حالت نه وځی اوبی ارادی حرکتونه کوی .

دعقلی دلایلو له مخی د دُخانیات حراموالی دا دی :(( هرهغه څوک چی دُخانیات(سګرت،چرس،چلم ...) نه استفاده کوی درروژی په میاشت کی روژه نیول ورته ډیرګران تمامیږی ځکه روږدی کس کله چی روژه نیسی دلمرختونه ترغروبه پوری ډیرسخت ورته تمامیږی اودغه سختی دوړی په موسم کی ډیریږی چی باالآخره دغه روږد کس په روژه باندی غصه کیږی . نو له دی کبله له ټولومسلمانو ورونو او په خاصه توګه له هغو کسانونه چی  په نشه یی توکو اوالکولی مشروباتو روږدی دی لارښونه کیږی چی دنشه یی توکو له ترویج اوخرڅول اوپلورلو څخه په کلکه ډډه وکړی ترڅو چی نورکسان په دی کی روږد نشی.

او دولتی مسوولین هم مکلف دی چی دنشه یی توکو اوالکولی مشروباتو سره باید جدی چلند وکړی ترڅو چی نورخلک په دغو موادو باندی روږدی نشی.