Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): له منکراتونه ځان ساتل اسلامی وجیبه ده

له منکراتونه ځان ساتل اسلامی وجیبه ده

2020-12-13 CNJC Photo

 

ټول مسلمانان په دی مکلف دی چی ځان له منکراتونه وساتی اوعلاوه پر دی ترخپله وسه پوری کوښښ وکړی چی خپل کورنی اوټولنی هم له ټولو منکراتو او ناوړو کارونونه لری وساتی.

دینی علماوو هم په دی عقیده دی او وایی، هرهغه شی چی الله (جل جلا له) او نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) مسلمانان ورنه منع کړی د هغه نه ځان ساتل او لری والی د هر یو مسلمان وجیبه اومکلفیت ده.

مولوی مرتضی دکابل ښار دیومسجد ملا امام  هم مسلمانان داسلامی لارښونی پر بنسټ مکلف بولی چی ځانونه ،کورنی او ټولنی له منکراتونه  وساتی.

دغه دینی عالم (آګاهی مجلی ) ته وویل چی په یوه اسلامی ټولنه کی ټول مسلمانان دنده لری چی په لمړی سرکی داسلام نه پوره ،پوره معلومات لاسته راوړی او وروسته د الله (جل جلا له) او نبی کریم (صلی الله علیه وسلم ) له اوامرو نه اطاعت او له ټولو منکراتو نه ځانونه لری وساتی.

ښاغلی مولوی همدا راز زیاتوی چی منکرات او حرام شیان چی الله ( جل جلا له) او رسول کریم (صلی الله علیه وسلم) مسلمانان ورڅخه منع کړی دی ډیر دی چی په هغه جمله کی شراب او مخدره توکی هم شامل دی چی مسلمانان باید ددغی منفوری پدیدی نه ځان لری وساتی.

ددغه دینی عالم په وینا ،شراب او مخدره توکی هغه منفور پدیدی دی چی الله ( جل جلا له) او نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) په خپلو ارشاداتو  مسلمانان ددغی پدیدی د استعمال نه منع کړی دی.

هغه وایی چی الله (جل جلاله) په خپله ښه پوهیږی چی خپل بندګان له څه شیان څخه منع کړی او له څه شیان منع نه کړی ځکه الله (جل جلا له) هیڅ وخت نه غواړی چی بندګان یی ضرر ووینی نو بناْ مسلمانانو ته په کار ده چی دالله (جل جلا له) اونبی کریم (صلی الله علیه وسلم ) له ارشاداتو نه سرغړونه  ونه کړی.

ددغه دینی عالم په خبره، شراب اومخدره توکی نه یوازی دالله (جل جلا له) اونبی کریم (صلی الله علیه وسلم) لخواه مسلمانانو لپاره حرام کړی شوی دی چی مسلمان باید دحرامو شیانونه ځان لری وساتی او دبل خواه که ښه ځیر شو ددغی حرامو شیانو کارول مالی او ځانی زیانونه هم لری چی عاقل اوپوه مسلمان هیڅ وخت هم نه غواړی هغو شیانونه استفاده وکړی چی مالی اوځانی زیانونه لری.

دهغه به عقیده هرهغه څوک چی مخدره مواد په خپل ځمکه کی کری، هرهغه څوک چی دمخدره موادو کاروبار(قاچاق) کی لاس لری اویا دشرابو کاروبارکوی هغه دخدای(جل جلا له) په  وړاندی مجرم اوګنه کار بلل کیږی او خواه مخا دالله (جل جلاله) له قهراوغضب سره مخامخ کیږی.

نو مسلمان ته په کار ده چی هیڅ کله هم د الله (جل جلا له) اونبی کریم (صلی الله علیه وسلم)  داوامرونه سرغړونه ونه کړی ترڅو چی الله (جل جلاله ) اونبی کریم (صلی الله علیه وسلم) له مونږنه ناراض نشی.