Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ولی دنشه یی توکو بازار په افغانستان کی ګرم شو؟

ولی دنشه یی توکو بازار په افغانستان کی ګرم شو؟

2020-11-30 CNJC Photo

 

مخکی له دی نه چه پر اصل موضوع بحث وکړو لازمه ده چه یو سریزه ولرو.  

څرنګه چی ټولو ته جوته ده چی افغانستان دتاریخ په اوږدو کی یو جنګ ځپلی هیواد دی اوخلک يی همیشه دجنګ له وجی د غریبی ورځی اوشپی تیروی اود اکثریت ولس دنده بزګری اومالداری ده که چیرته تیروکلنوته نظرواچول شی په هغه وخت کی اکثریت خلکو په افغانی فرهنګ اودود ژوند تیروه اوهرهغه څه چی داسلام دمقدس دین اووطن دګټو پرضد وو هغه ته يی مخه نه کوله دخارجی فرهنګ اودود نه لری وو نن سبا چی وطن د پردیو دکلتور او فرهنګ   ترحملی لاندی راغلی دی اودبلی خوانه ناسالمه رقابت دژوند په ډګر کی د نامشروع پیسو د پیدا کولو په لټه کی دی که هغه د دنشه یی توکو له لاری وی  که د تروریزم او حرام له لاری وی .

دهرچا په سرکی دلوکس موټر دبلډ نګ فکر وی په تاسف سره باید ووایو چی خدای – رسول اووطن او بی وزله ولس يی هیرکړی دی الله تعالی دی ټولو ته هدایت دنیکی وکړی.

دنشه یی توکو دکښت ـ تولید پروسس ـ قاچاق اونور دکچی دلوړیدو اړخونه وڅیړو :

۱-دکوکنارو دجګی کچی د کرلوعلتونه .
۲-د هیرويینو د تولید اوپروسس علتونه.
۳-د نشه یی توکو دقاچاقودکچی دلوړوالی علتونه.
د کوکنارو د جګی کچی د کرلو علتونه :

په تیرو کلونو کی  د افغانستان په ډیرو محدودو سرحدی سیمو کی لږکوکنار کرل کید ل چی هغه به یی په پاکستانی  کلدارو خرڅول اودخپل ژوندانه ضروریات به یی پوره کول.

 بزګرانو اودځمکی خاوندانو غربی پیسی نه پیژندل اودکوکنارو دکرلو فرهنګ په افغانستان کی نه وو د بیکاری کچه کمه وه- داخلی جنګونو خلک مهاجرت ته اړ کړی وو اودمهاجرت په دوره کی یی په ګاونډیو ملکونو کی ډیر څه زده کړل چی په دی جمله کی دکوکنارو دکرلو رسم هم پکی شامل و.

خصوصآ دتنظیمی جنګونو دطالبانو ددور اودانتقالی حکومت  او د بهرنیو ملکونودراتګ سره سم مختلفو مافیایی ډلو په افغانستان کی فعالیت ته مخه کړه دمثال په توګه د بزګرانو تشویق دکوکنارو دکرولو لپاره مخکی له دی نه چی د کوکنارو فصل ټول شی مافیایی انفرادی ډلو یو کال دمخه پیشکی پیسی  داپینو د بیی په نامه دځمکی خاوندانو اوبزګرانو ته ورکول چی دغه ډلی دیو شمیر دولتی کړیو له لوری حمایه کیدل .

څه وخت چی تقاضا په ډیریدو شوه او دښه پیسو ورکول او په بهرنیو پیسو داپینو رانیولو او خرڅول بازارګرم شو اودیو شمیر داخلی اوبهرنیو نهادونو چی دنشه یی توکو پروړاندی دمبارزی په نامه رامنځته شوی وو دښه پلان او ستراتیژی نه درلودل اود بزګرانو د ژوند بدلون ته نه پاملرنه دنرخونو جګیدل او بیکاری چی دمختلفو داخلی اوبهرنیو مافیایی ډلو او استخباراتی کړیو له لوری دا حالت رامنځ ته شویدی دکوکنارو دکرلو فرهنګ ټول افغانستان ته خپره او کچه یی لوړه شوه .

دهیرویینو د تولید اوپروسس د لوړوالی علتونه :
څرنګه چه پورته مو یادونه وکړه په افغانستان کی د کوکنارو دکرلو فرهنګ نه وو همدا رنګه هیرویین چا نه پیژندل اود هیرویینو دپروسس اوتولید لابراتوارونه موجودنه و هغه کیمیاوی مواد اوپریکرسرونه چی دهیروینو په تولید کی تری نه کاراخستل کیده د خلکو شناخت ورسره نه وو .

افغانستان کی دنوی اوتازه  حکومت درا منځته کیدو سره سم چی دجوړیدو په درشل کی وو بهرنی مافیایی ډلو دجنګی ګروپونو د استفادی نه په ډیره کچه د هیروینودتولید اوپروسس لپاره تجهیزات اوکیمیاوی مواد هیواد  ته ورداخل کړل اویو تعداد خلک یی په مسلکی توګه د هیرویینو دتولید اوپروسس د لابراتوارونو لپاره وروزل .

په اروپایی اوغربی ملکونوکی دښه مارکیت له وجی نه  دیوی ورځی نه تربلی دهیرویینو دتولید اوپروسس لابراتوارونو زیاتیدل اودهیرویینو دتولید – خرڅولو اورانیولو له لاری د ډالرو لاس ته راوړل اود دغه  تورو پیسو له لاری د مارکیتونو ـ دنوی ماډل کورونو جوړول دلوکسو موټرو رانیول داهغه څه دی چی ډیر خلک یی دی کارته وهڅول .

ټولو ته جوته ده او یو اقتصادی اصل دی چی تولید همیشه دتقا ضا په مقابل کی صورت مومی که چیری دیو شی تقاضا موجوده نه وی تولید به نه وی نن سبا په ګاونډیو ملکونو او غربی ملکونو کی د هیرویینود تقاضا کچه لوړه ده د ډیرو پیسو دلاس ته راوړلو لپاره بهرنی او کورنیو شرکتونو اوکمپنیو لپاره  د ناوړه څیز د ښه تجارت موقع مساعده ده اواکثریت په دغه کاراخته دی.

دنشه یی توکو دقاچاقو دکچی دلوړوالی علتونه:  
څرنګه چه پورته مو یادونه وکړه چه دبیکاری – فقر اودکورنی جنګونو اومافیایی ډلو د مداخلی له وجی نه دنشه یی توکو قاچاق ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو شو او دکوچنیو اوانفرادی ډلو قاچاق د بهرنیو تنظیم شوی قاچاقبرانو په مرسته  دننه په هیواد کی هم منظم ګروپونه اوکړی رامنځته شوی اود کورنیو کړیو اړیکی تربهرنیو ملکونوپوری وغزیدی او ټینګی شوی   چی په دغه ګروپونو اوکړیو کی یو شمیر دولتی باقدرته افراد اوټوپک ماران هم شامل یا قاچاقبران یی حمایه کول - دښه مارکیت موجودیت اوپه بهرنیو پیسو د هیرویینو – اپینو اوچرسو خرڅول قاچاق ته پراخه زمینه مساعده کړه .

هغه سیمی چی دتروریستانو ترولکی لاندی دی دوی دخپل جنګ ددوام لپاره همیشه دنشه یی توکو دقاچاق ستره برخه جوړوی یعنی مخدره توکی اوتروریزم یو له بل سره تړلی دی چه ددغه تروریستی ډلو په جوړولو اورزولو کی بهرنی استخباراتی شبکی اومافیایی ډلی لوی لاس لری .

دنشه یی توکو پروړاندی دمبارزی د کورنیو اوبهرنیو دولتی اوغیردولتی نهادونو له خوا غیرمنظم اوبی پلانه په غټه کچه د پیسو مصروفول او حیف میل د مثال په ډول د بریتانیا دولت اودسیګار د څارنوالی د راپور له مخی په افغانستان کی په دیارلس کلونو کی تقریبآ (۷.۸) ملیارده امریکایی دالره دنشه یی توکو دمخنیوی په مخه په افغانستان کی په خرڅ رسیدلی مګر نتیجه یی ناکامه ده داسی فکر کیږی چی دا پیسی ګوندی د نشه یی توکو دمخنیوی لپاره نه بلکی د نشه یی توکو دزیاتوالی  لپاره خرڅ شوی وی ؟
لنډه داچی دغه پورته عوامل چه یادونه مو ځنی وکړه دکوکنارو دکرلو  دهیرویینو دتولید او دنشه یی توکو دقاچاق علتونه اوسببونه دی .

ترهغه چی زمونږ په ګران هیواد کی روڼوالی رامنځته نشی او دهغه معامله ګرو دولتی اوغیردولتی زورواکانو قدرت ختم نشی نودا غمیزه به روانه وی اودا وطن به له دغه بدنامی څخه خلاص نشی .