General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د عدلی او قضایی مرکز د تدقیق،پلتڼی او لابراتوار عمومي مدیر ټاکل کیدل

د عدلی او قضایی مرکز د تدقیق،پلتڼی او لابراتوار عمومي مدیر ټاکل کیدل

2020-03-30 CNJC Photo

 

 

سمونوال سیدعبدالرافع همدرد په  ۱۳۹۹/۱/۱۲نیټه کې د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز کې د تدقیق،پلتڼی او لابراتوار عمومي مدیر په توګه وټاکل شو.

سید عبد الرافع همدرد د سید محمد زوی په کال ۱۳۴۵کې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د اصل جرم په کلي کې په یوه مذهبي کورنۍ کې زیږیدلی دی.

هغه لومړنۍ زده کړې په خپل پلرني ټاټوبي بدخشان ولایت کې په کال ۱۳۵۰کې پیل کړې او په کال ۱۳۶۲کې د غیاثی له لېسې فارغ شوی دی.

ښاغلي همدرد په کال.۱۳۶۳ کې د پولیسو په اکاډمۍ کې شامل شو او په کال ۱۳۶۵کې د لیسانس په درجه سره د کابل د پولیسو له اکاډمۍ فارغ شو.

هغه د پولیسو له اکاډمۍ څخه د فراغت وروسته  له ۱۳۶۵څخه تر۱۳۸۱ پورې  د کورنیو چارو وزارت په بیلابیلو څانګو کې د افسر په توګه دنده ترسره کړې.

نوموړی له ۱۳۸۱څخه تر ۱۳۹۹پورې په مختلفو پوستونو او په بیلابیلو برخو کې لکه د چټک غبرګون قطعې ، د کابل د لسمې امنیتې حوزې ، د ارګو او کشم ولسوالۍ امنیه قوماندان، اوپراسیون، د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ، د قرارګاه قوماندان، د کابل ګیت د قطعې قوماندان ، د معین سریاور،د میادینو مدیر، د بدخشان ولایت د نشه یی توکو پرضد د مبارزې مدیر  او د نشه یی توکو پروړاندې د اکاډمۍ د ښوونې اګادمی معاون په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلی همدرد په هیواد کې د ورکشاپونو او روزنې کورسونو سربیره د خپل مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره روسیې او ترکیې ته سفر کړی.

هغه څو ځله د کورنیو چارو وزارت چارواکو لخوا په بیلابیلو برخو کې د هغه د فعالیتونو له امله ستاینه شوې.

سمونوال سید عبدالرفع همدرد د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو پروړاندې دمبارزې معینیتد په وړاندیز او د کورنیو چارو وزارت د یولسمی حکم شمیره په ۱۳۹۹/۱/۱۰ نیټه کې د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز کې د تدقیق،پلتڼی او لابراتوار عمومي مدیر په توګه وټاکل شو.