General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د عدلی او قضایی مرکز د توقیف خونې مدیر په کار پیل و کړ

د عدلی او قضایی مرکز د توقیف خونې مدیر په کار پیل و کړ

2020-07-12 CNJC Photo

 

سمونیار نجیب الله صدیقي د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز د ۱۳۹۹/۴/۲۳ لمریز کال د توقیف خونې مدیر په توګه وپیژندل شو.

ښاغلی صدیقي د محبس د چارو سمون ادارې  د امریه پربنسټ د مسکراتو او نشه یی توکو  پروړاندې د مبارزی عدلی  او  قضایی مرکز د توقیف خونې مدیرپه توګه ټاکل شوی دی.

نجیب الله صدیقي د محمد امان زوی ، د لوګر اصلي اوسیدونکی په کال ۱۳۵۹کې د لوګر ولایت د برکي ولسوالۍ د پادخاب په کلي کې په یوه مذهبي کورنۍ کې زیږیدلی.

هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په کال ۱۳۶۶کې د کابل ګذرګاه به انجونو متوسطه مکتب کې پیل کړ او په ورته ډول یې خپلې ثانوي زده کړې په ۱۳۷۱ لمریز کال په حبیبه عالي لیسه کې بشپړې کړ.

ښاغلي صديقي خپلې لوړې زده کړې د غازی امین الله خان لوګري عالي لیسه کې بشپړې کړې او په کال ۱۳۸۱کې د کابل پولیسو په اکاډمۍ کې شامل شو.

نوموړی په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه له فراغت وروسته خپله لومړنۍ رسمي دندې د کابل ولایت په دوهمه امنیتي حوزه کې پیل کړ.

هغه له ۱۳۸۷ لمریز کال تر ۱۳۸۸ پوری د پکتیا ولایت د ګردیز روزنې مرکز کې د ښوونکي په توګه هم دنده ترسره کړې.

همدارنګه نوموړی  له ۱۳۸۸ کال تر ۱۳۹۰ پورې د کابل ولایت موسهی ولسوالۍ کې د امنیی قوماندانی د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه د کاري ظرفیت لوړولو لپاره د هیواد دننه او بهر (متحده ایالاتو ، متحده اماراتو اوقفقاز روسیې) کې ۲۸ لنډمهاله مسلکي کورسونه اخیستي دي.