Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۲۶۵ تنه قاچاق وړونکي په بند محکوم شول

۲۶۵ تنه قاچاق وړونکي په بند محکوم شول

2020-01-22 CNJC Photo

 

 د مرغومی میاشتې په ترڅ کې ۲۶۵ تنه د مسکراتو اونشه یې توکو په قاچاق تورن د ۷۳ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوري په علنئ قضایې جلسو کې سربیره شل زره افغانی نغډی جریمه تر۳۰ کالو پوری په حبس محکوم په سزا شول.

د محکومین شویو په مینځ کې ۵ تنه دولتی مامورین هم شتون لري.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۲۸ عرادی موټره ،۱۷ میله وسلئ او ۱۴۲ سیټه ګرځنده تیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۴۱۲۹۱۹۸) نغدی افغانئ او (۱۵۵۲۴) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه  په دی موده کې د یاد مرکز د اسیناف محکمی لخوا ۸۱ تنه د ۵۸ قضیو په اړوند حکم صادر شوی او د محکومین شویو په مینځ کې لس تنه دولتی مامورین هم شتون لري.
په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۵۱ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د۱۳۹۸ لمریزکال د مرغومی میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۹۲ قضیو په اړوند ۱۱۲ تنه د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱۵ تنه هغه کسان دي چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې(هیرویین او مت امفتامین) په خیټه او سفری بکسو کې هندوستان او سعودی عربستان ته یي قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د مرغومی میاشتی په اوږدوکې د را رسیدلو قضیو په اړوند (۱۵۹،۲۳۷) کیلوګرامه هیرویین،(۱۵)کیلوګرامه مورفین ، (۱۳۷۶،۰۵) کیلوګرامه تریاک، (۳۷۹۷۹،۷)کیلوګرامه چرس،(۷۰،۳۷۷) کیلوګرامه مت امفتامین ،(۱۰۰۸۸) کیلوګرامه بنګدانه،(۹۴۳۰)لیتره تیزاب،۵۳۵ لیتره الکولی مشروبات،۲۰۴۸۱،۸۴کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد او (۳،۰۰۹) کیلوګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د (مرغومی) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۲۳ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۵ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.
دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د لینډی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۸۲ قضیو په تړاو۱۰۰ تنه د یوئ میرمنئ په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.