Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۲۳ تنه قاچاق وړونکي په بند محکوم شول

۲۳ تنه قاچاق وړونکي په بند محکوم شول

2019-12-31 CNJC Photo

 

د یوی اوونئ په ترڅ کې ۲۳ تنه د مسکراتو اونشه یې توکو په قاچاق تورن د ۱۴ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوري په علنئ قضایې جلسو کې له ۱۶کالو نه تر۳۰ کالو پوری په حبس محکوم په سزا شول.

همدارنګه په دی موده کې د یاد مرکز د ابتدایی محکمی لخوا ۴ تنه د ۴ قضیوپه اړوند له ۱۶کالو نه تر۳۰ کالو پوری او د استیناف محکمی لخوا ۱۹ تنه د لسو قضیو په اړوند په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم شوي.

نیول شوي تورن د افغان امنیتي او کشفي ارګانو لخوا د ۳۷ ګرامه هیرویین،۲۱ کیلوګرامه مورفین او ۴ کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه) د قاچاق په تور نیول شوي  او په اړوند یې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد دمبارزی عدلي او قضایي مرکز لخوا عدلي او قضایي فیصلي صادری شوی دي.

په همدی موده کې د مسکراتو  او نشه یې توکو پرضد دمبارزي پولیسو او افغان امنتي او کشفي ارګانو له لوری ۳۹ تنه د ۲۷ قضیو په اړوند له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوي.

د ویلو وړ ده چې د نیول شوي کسانو په منځ کې ۲ تنه چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي توکي(هیرویین او مت امفتامین) په خیټه اوسفری بکسونوکې هندوستان  ته یې قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي ده.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.

دا په داسی حال کې ده چې په تیره دوو اوونیو کې ۱۷ د مسکراتو اونشه یې توکوپه قاچاق تورن د ۱۵ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی او استیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایې جلسو کې له ۵ کالو نه تر۱۶ کالو پوری په حبس محکوم په سزا شول.