General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د کورنیو چارو وزارت سرپرست دعدلی او قضایی مرکز څخه لیدنه وکړه

د کورنیو چارو وزارت سرپرست دعدلی او قضایی مرکز څخه لیدنه وکړه

2019-12-19 CNJC Photo

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي نن ورځ د مسکراتو او نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې عدلی او قضایی مرکز څخه لیدنه وکړه.

ښاغلی اندرابي، چې د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پرضد د مبارزې مرستیال،د مسکراتو او نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې د تدقیق، پلټنی او لابراتوارو لوی مدیرسمونمل فضل الدین ؛ملک زاده؛او د یاد مرکز د اداری رییس امان الله ؛نظري؛ له لوري ملګرتیاي کېده د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې د تدقیق،پلټنی او لابراتوار کاری څانګو د لیدو ترڅنګ د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزی د استیناف د محکمې له رییس ښاغلی قضاوتوال محمد نجیم؛حمیدی؛، د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزی د ابتدایی محکمې له رییسی آغلئ قضاوتیارمنیره ؛بهارکی؛، د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې د ځانګړی څارنوالی لوی رییس ښاغلی څارنیار محمد الف؛عرفانی؛ او د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد دمبارزی عدلی او قضایی مرکز د توقیف خونئ له مدیر ښاغلی سمونمل شیرشاه؛رسولی؛ سره یي ولیدل.

لومړی د مسکراتو او نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې د تدقیق،پلټنی اولابراتوارو لوی مدیرسمونمل فضل الدین "ملک زاده" د یاد مدیریت د مظنونینو خونه، بایومیټریک، آرشیف،د کارکوونکو کاري څانګو او د دی مدیریت په کاري اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود ؛اندرابي؛ ته یې معلومات ورکړ.

همدارنګه نوموړی د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز چارواکي یي وروپیژندل.

د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزی د استیناف د محکمې له رییس ښاغلی قضاوتوال محمد نجیم؛حمیدی؛د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ وویل:؛ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز کې قانوني همغږی شتون لري چې ټول ورته هدف لپاره کار کوي.

ښاغلي حمیدي د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز د فعالیتونو یادولوترڅنګ وویل، هغه قضیې چې له ولایاتو څخه د عدلی او قضایی تعقیب لپاره راځي ځینې یي قانوني ستونزي لري خو هغه همغږۍ غونډي چې په مرکز کې لرو هغه قضیې چې نیمګړتیاوې لري په ګوته کوو او د حلولو لپاره یې پریکړې کوو.

وروسته د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې د ځانګړی څارنوالی لوی رییس ښاغلی څارنیار محمد الف؛عرفانی؛ د مسکراتو او نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې عدلی او قضایی مرکز د نشه یې توکو په اړوند کې د پام وړ لاسته راوړنې لري .

هغه ټینګار وکړ چې کشف  د قضیو هینداره ده  نو هرڅومره چې په قضیه کې رونتیا شتون ولري په اړوندی د  عدلی او قضایی څانګو لخوا هغومره روښانه پریکړي کیږي.
ورپسې د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزی د ابتدایی محکمې رییسی آغلئ قضاوتیارمنیره ؛بهارکی؛ د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته یې ښه راغلاست وویل او زیاته کړه:؛ هیڅ شک نشته چې پولیس د جګړې په ډګر کې دي او ډیری قربانیان یې ورکړی دي، خو بدبختانه د ولایاتو په ځینو قضیو کې یو شمیرنیمګړتیاوی شتون لري.

آغلئ ټینګار وکړ چې پرهغو ستونزو د بیاکتنې او د قانوني حل په اړه په همغږی غونډو کې پري بحث کوو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلی مسعود ؛اندرابي؛ د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد دمبارزی عدلی او قضایی مرکز د چارواکود ویناوو اوریدو وروسته د یاد مرکز له مشرانو څخه مننه وکړه او وویل:؛د یوې هدف ترلاسه کولو لپاره د ګډ کاري فضا رامینځته کول د کار د پرمختک بریا ده.؛
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل چې بې له شکه د پولیسو په لیکو کې ځینې خلک شتون لري چې په ځینوغیرقانوني چارو کې لاس لري خو دا مه هېروئ چې د پولیسو اکثریت د دې وطن ایماندار، زړور  او مسلکي ځوانان دي چې له دې هیواد (افغانستان)سره مینه لري  او ورنه دفاع کوي.

هغه د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد دمبارزی عدلی او قضایی مرکز پر چارواکو غږ وکړ چې د کورنیو چارو له وزارت سره د هغو پولیسو چې په غیرقانوني چارو کې لاس لري د پیژندلو په برخه کې همکاري وکړي ترڅو دا ډول پولیس وپیژندل شي او عدلی او قضایی اداروته معرفي شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت سرپرست د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد دمبارزی عدلی او قضایی مرکز له چارواکو سره ژمنه وکړه چې پولیس د نشه یې توکو د قاچاق وړونکو په نیولو کې به هر ډول هڅې وکړي.