د یوی اوونئ په ترڅ کې ۳۸ تنه د دوو میرمنو په ګدون په مسکراتو اونشه یې توکو تورن د ۲۴ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی او استیناف محاکمو له لوري په علنئ قضایې جلسو کې له ۳ کالو څخه ترلس کالو پوری په حبس محکوم په سزا شول.
د محکوم شویو په مینځ کې ۴ تنه د ۴ قضیو په اړوند د ابتدایی محکمی لخوا له ۳ کالو نه تر لسو کالو پوری او د استیناف محکمی له لوری ۳۴ تنه د دوو میرمنو په ګدون د ۲۰ قضیو په اړوند محکوم په مجازات شوي.
نیول شوي تورن د افغان امنیتي او کشفي ارګانو لخوا د څه باندې ۷ کیلوګرامه هیرویین او ۳۰۰کیلوګرامه چرس د قاچاق په تور نیول شوي او په اړوند یې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد دمبارزی عدلي او قضایي مرکز لخوا عدلي او قضایي فیصلي صادری شوی دي.
په همدی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد دمبارزي پولیسو او افغان امنتي او کشفي ارګانو له لوری ۲۶ تنه د ۱۹ قضیو په اړوند له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوي.
د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.
دا په داسی حال کې ده چې په تیره دوو اوونیو کې ۱۵ تنه په مسکراتو اونشه یې توکو تورن د ۱۲ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی او استیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایې جلسو کې له دریو کاله او شپږ میاشتو نه تر۲۹ کاله او دری میاشتی پوری په حبس محکوم په سزا شول.