General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۱۲۳تنه په مسکراتو اونشه یې توکو تورن د ۸۸ قضیو په اړوند محکوم په سزا شول

۱۲۳تنه په مسکراتو اونشه یې توکو تورن د ۸۸ قضیو په اړوند محکوم په سزا شول

2019-11-26 CNJC Photo

 

د ۱۳۹۸ لمریزکال د لړم میاشتې په اوږدوکې ۱۲۳تنه په مسکراتو اونشه یې توکو تورن د ۸۸ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی محکمی له لوری په علنئ قضایې جلسو کې له ۳میاشتونه تر۲۹ کالو او۳ میاشتو پوری په حبس محکوم په سزا شول.

د تورنو په مینځ کې دشمالی ولایتونو (کندزاوتخار) دقاچاق وړونکو شبکی دیوی سرګروپ او ۱۳تنه دولتی مامورین هم شتون لري.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۲۴ عرادی موټره،۲عرادی موټرسایکلونه ،۱۰ میله وسلئ او ۱۳۷ سیټه ګرځنده تیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۲۹۲۱۷۱) نغدی افغانئ او (۱۱۵۱) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه په دی موده کې د یاد مرکز د استیناف محکمی لخوا پر ۶۶ تنه تورنو د ۵۱ قضیو په اړوند فیصلی صادری کړی دي چې د محکومینو په مینځ کې ۲ تنه دولتی مامورین هم شتون لري.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۸۴ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

همدارنګه په یاد وخت کې د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۷۷ قضیو په اړوند ۹۷ تنه د یوی ښځئ په ګدون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوی او عدلی او قضایی څیړونو په موخه د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۲۲ تنه د یوی ښځئ په ګدون هغه کسان دي چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي  توکي(هیرویین) په خیټه او سفری بکسو کې یې هندوستان ته یي قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د لړم میاشتی په اوږدوکې د را رسیدلو قضیو په اړوند (۱۴۶‚۴۵۱)کیلوګرامه هیرویین،(۷‚۲۹)کیلوګرامه مورفین ، (۰۸‚۱۵۴۸) کیلوګرامه تریاک، (۴۹‚۳۳۸۹) کیلوګرامه چرس ،۰۵۹‚۴۲)کیلوګرامه مت امفتامین ،(۵۰۰)  کیلوګرامه بنګدانه،(۳۰)لیتره تیزاب،(۴۳۲) لیتره الکولی مشروبات،(۲۷‚۴۱۵) کیلوگرام مواد کیمیاوی جامدی او (۴۸۵‚۰)  کیلوګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د لړم میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۳۵ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۳ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.


دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د تلی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۷۴ قضیو په تړاو۸۰ تنه د یوی ښځی په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.