Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۱۷تنه قاچاق وړونکي په بند محکوم شول

۱۷تنه قاچاق وړونکي په بند محکوم شول

2019-10-15 CNJC-LOGO

 

د یوی اوونئ په ترڅ کې ۱۷تنه د یوی میرمن په ګدون په مسکراتو اونشه یې توکو تورن د ۱۱ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی محکمی له لوری په علنئ قضایې جلسو کې له ۱۸میاشتونه تر۱۳ کالو او اته میاشتی پوری په حبس محکوم په سزا شول.

نیول شوي تورن د افغان امنیتي او کشفي ارګانو لخوا د څه باندې ۴ کیلوګرامه هیرویین،څه باندې ۷۸کیلوګرامه چرس، څه باندې یوه کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه)،۴۷۰۰ کیلوګرامه د خشخاش تخم  او۳۵۵ لیتره ایتانول د قاچاق په تور نیول شوي  او په اړوند یې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد دمبارزی عدلي او قضایي مرکز لخوا عدلي او قضایي فیصلي صادری شوی دي.

همدارنګه په دی موده کې د یاد مرکز د استیناف محکمی لخوا پر ۱۹ تورنو د ۱۳ قضیو په اړوند فیصلی صادری کړی دي.

په همدی موده کې د مسکراتو  او نشه یې توکو پرضد دمبارزي پولیسو او افغان امنتي او کشفي ارګانو له لوری ۲۲ تنه د ۲۰ قضیو په اړوند له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ویلو وړ ده چې د نیول شوي کسانو په منځ کې ۴ تنه د دوو میرمنو په ګډون چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي توکي(هیرویین  ) په خیټه اوسفری بکسونوکې هندوستان  ته یې قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي ده.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.

دا په داسی حال کې ده چې په تیرو دوو اوونیو کې په مسکراتو اونشه یې توکو تورن د ۲۰ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی او استیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایې جلسو کې له ۱۸میاشتونه تر۳۰۱۳ کالو پوری په حبس محکوم په سزا شول.