Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د ۱۳۹۸ لمریز کال د دوهمی ربعې راپور

د ۱۳۹۸ لمریز کال د دوهمی ربعې راپور

 

د۱۳۹۸ کال د دهمی ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۳۰۱ قضیو په تړاو۳۵۶ تنه د۸تنه میرمنې او یوه ایرانی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او له اړوند دوسیو سره یې دعدلي اوقضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږلی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویو کسانو په مینځ کې ۵۵ تنه د ۵ میرمنو په ګډون چې غوښتل یي د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګر څخه نشه یې توکې(هیرویین) په خیټي او سفری بکسونو کې هندوستان،سعودی عربستان  اوعربی متحده اماراتو هیوادونوته یې قاچاق کړي چې دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

همدارنګه دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزدځانګړی څارنوالئ په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د۱۳۹۸لمریزکال د دوهمی ربعی په لړکې۸۳عرادی موټره ،۱۳عرادی موټرسایکلونه،۴۷۳سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه او۲۱میله بیلابیل وسلئ چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړي او (۶۹۹۴۰۰) نغدی افغانئ او (۷۰۰۲) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بلخوا په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۶۸۵ تنه د۱۹ تنه دولتی کارکوونکي او لس تنه میرمنو په ګډون د۲۸۸ قضیو په اړوند له ۷ میاشتو نه تر۳۰کالو حبس محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۲۳۷ تنه د یوی میرمنئ،یوه بهرنی وګړی او۱۹تنه دولتی کارکوونکي په ګډون د۱۸۶ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی د ابتدایی او استیناف محکمو له لوری د موثق دلایلو نه شتون له کبله ۲۵ تنه د یولس دولتی کارکونکي،۱۲عادی خلک او ۲ میرمنو په ګدون بیګناه پیژندل شوی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۸۳ عرادی موټره،۱۳عرادی موټرسایکلونه،۲۴ میله وسلئ او ۴۷۳ سیټه ګرځنده تیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۶۹۹۴۰۰) نغدی افغانئ او (۷۰۰۲) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۲۰۰ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

په دی موده کې د ۳۵۶تنه د ۸ تنه زنانه او یوه ایرانی وګړی په ګډون د ۳۰۱ قضیو په اړوند په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۵۵ تنه د ۵تنه میرمنو په ګدون هغه کسان دي چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي  توکي(هیرویین) په خیټه او سفری بکسو کې یې هندوستان،سعودی عربستان او عربی متحده اماراتو ته یي قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.

د دوهمی ربعی په اوږدوکې د را رسیدلو قضیو په اړوند ۴۱۰٫۰۷۷ کیلوګرامه هیرویین،۱۴۰٫۸کیلوګرامه مورفین ،څه ۲۳۳۸۶ کیلوګرامه تریاک، ۴۴۸۴٫۲۳۳کیلوګرامه چرس،۳۴۳٫۲۵۶ کیلوګرامه ښیښه، ۷۷۹۲۸کیلوګرامه خشخاش،۶۵۴۴ کیلوګرامه بنګدانه، ۲۲۹٫۸۸ لتیره تیزاب،۵۹۳۶۴٫۴۲کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد،۶۴۲۶٫۶۶ لیتره الکولی مشروبات،۵۷۰۰۰لیتره مایع کیمیاوی مواد او ۶٫۵۹۶ کیلوګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د دوهمی ربعی په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۱۱۸ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۳۸ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د لومړی ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۲۵۸ قضیو په تړاو۳۲۱ تنه د۱۳ تنه زنانه اویوه بهرنئ وګړی په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.