Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د وږی میاشتې راپور

د وږی میاشتې راپور

2019-09-26 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو کاری راپور

د۱۳۹۸ لمریزکال د وږی میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۹۰ قضیو په اړوند ۱۰۲ تنه د ۳ ښځئ او یوه ایرانی وګړی په ګدون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوی او عدلی او قضایی څیړونو په موخه د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۲۳ تنه د دریو ښخو په ګدون هغه کسان دي چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي  توکي(هیرویین،مت امفتامین او چرس) په خیټه او سفری بکسو کې یې هندوستان ته یي قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۲۶ عرادی موټره،۳ عرادی موټرسایکلونه،۷ میله وسلئ او ۱۳۸ سیټه ګرځنده تیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۱۷۸۴۴۰) نغدی افغانئ او (۲۰۴۷) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د۱۳۹۸ لمریزکال د وږی میاشتې په اوږدوکی دمسکراتو اونشه یې توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزد ابتدایی محکمی له لوری ۱۳۳تنه د دری تنه دولتی کارکونکي او دری تنه ښځو په ګدون له یوه کال نه تر ۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوي اواستیناف محاکی له لوری ۷۶ تنه د ۳ تنه دولتی کارکونکي  او یوه زنانه په ګدون د۶۱ قضیو په اړوند په بیلابیل تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۶۹ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د وږی میاشتی په اوږدوکې د را رسیدلو قضیو په اړوند ۱۵۵٫۲ کیلوګرامه هیرویین،۲۳کیلوګرامه مورفین ،څه ۲۱۲۷۶٫۲۰۷ کیلوګرامه تریاک، ۱۶۰۹٫۲۰۳کیلوګرامه چرس، ۵۳۷۳۱کیلوګرامه خشخاش،۲۳۱٫۵۷۸ کیلوګرامه مت امفتامین ،۵۹۱۰۹٫۱۴ کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد،۵۷۰۰۰لیتره مایع کیمیاوی مواد،۳۹۹۳ لیتره الکولی مشروبات او ۴٫۱۲۲ کیلوګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د (وږی) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۳۱ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۳ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي. 

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د زمری میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۹۷ قضیو په تړاو۱۱۹ تنه د یوه زنانه په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.