Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۱۷تنه دقاچاق په تورنیول سوی دی

۱۷تنه دقاچاق په تورنیول سوی دی

2019-09-17 Accused

 

۱۷تنه د ۱۵ قضیو په اړوند په مسکراتو اونشه یې توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی پولیسو لخوا نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوي.

نیول شوي کسان د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی پولیسو لخوا د کابل ،ننګرهار ،زابل،پنجشیر،کندهاراوکاپیسا ولایتونو څخه له ‌ډیري نشه یې توکو سره نیول شوي.

له تورنو څخه ۵۰٫۹۸۶ کیلوګرامه هیرویین ،۸۲کیلوګرامه تریاک،۲۰۷٫۰۲۴کیلوګرامه چرس ، ۱۰۶٫۹۸۴کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه) او ۰٫۴۱۶ کیلو ګرام روان اړونکی ګولی(ک) کشف او ترلاسه شوي.

د ویلو وړ ده چې د نیول شوي کسانو په منځ کې ۲ تنه چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي توکي(هیرویین) په خیټه اوسفری بکسونوکې هندوستان  ته یې قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي ده.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.