General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د کابل ښار په ۱۴۷ښوونځي کې د نشه یې توکوعامه پوهاوي کمپاین پاي ته ورسید

د کابل ښار په ۱۴۷ښوونځي کې د نشه یې توکوعامه پوهاوي کمپاین پاي ته ورسید

2019-09-04 CNJC-LOGO

 

د نشه یې توکو او مسکراتو پرضد د مبارزې عدلي او قضایې مرکزچي د هیواد د پوهني وزارت په همکارئ د کابل ښار د انجونو او هلکانو په ښونځیو کې د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې قانون په اړه د زدکونکو پوهاوي دلوړولو کچي په موخه عامه پوهاوي کمپاین د روان کال چنګاښ میاشتې کې په لاره اچول شوی و نن د وږی په ۱۱ مه پاي ته ورسید.

دغه کمپاین چې دمسکراتو نشه یی توکو او نشه یې توکو پرضد د مبارزي قانون څخه دزده کوونکو د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه په لاره اچول شوی و چې په هغه کې د کابل ښار د ځیني تعلیمی حوزولاندې لیسېتر پوښښ لاندې راغلي دي:

 (اوله حوزه)دعایشه درانی لیسه،دمحجوبه هروی لیسه،دعاشقان عارفان لیسه،د دقیقی بلخی لیسه،دمستوره غوری لیسه،دبابا نانک متوسطه ښوونځی،دبیهقی متوسطه ښوونځی او دتمیم انصار لیسه. 

 (دوهمه حوزه) د ذبیح الله شهید لیسه،دنسوان شیرینو لیسه،دخواجه عبدالله انصاری لیسه،دشاه دوشمشیره لیسه.

(دریمه حوزه) د باختر خصوصی لیسه،دمستوره افغان،درابعه بلخی لیسه،د ۱۹م نمبرجمال مینه ښوونځی،دمدیران خصوصی لیسه،دسوریا عالی لیسه،دمیرویس هوتکی لیسه،دعبدالرحیم شهید لیسه،دمیرویس هوتکی متوسطه ښوونځی،د صوفی محمد اسلام د انجونو لیسه،محمود هوتکی لیسه،متوسطه امیر حمزه،امیر دوست محمد خان متوسطه ښوونځی او سید جمال الدین افغان متوسطه ښوونځی.

(څلورمه حوزه) لیسه نسوان منوچهری،افاق خصوصی لیسه،وزیراکبرخان،غازی محمد ایوب خان د انجونو لیسه،امیر شیرعلی خان لیسه،خانه فهم خصوصی لیسه،ملکه ثریا د انجونو لیسه،استاد مصباح،بی بی رابیا د انجونو لیسه،حکیم ناصر  خسرو بلخی لیسه.

(پنځمه حوزه)د میر غلام محمد غبار لیسه،دنسوان وحدت لیسه،دکاینات دریم نمبر خصوصی لیسه،احمد شاه ابدالی خصوصی لیسه،ناهید شهید لیسه،پروفیسور رسول امین لیسه،محمد اسماعیل حسن زی لیسه،دسپین کلی د انجونو لیسه  اودابوذر غفاری لیسه.

(شپږمه حوزه)د عبدالعلی مستفنی لیسه،د علاوالدین لیسه، دمحمد آصف مایل ابتداییه ښوونځی،دقلعه بختیار لیسه،دمحمد آصف مایل لیسه،د عبدالعلی مستغنی لیسه  اودعلاوالدین لیسه.

(اوومه حوزه) د شهرک آریا خصوصی لیسه،د ده دانا د انجونو لیسه،د چهلستون د انجونو لیسه،د سرآسیاب د انجونو لیسه،د محمود طرزی لیسه،د سلطان راضیه لیسه،د خوشحال خان لیسه،د شمس الهدی لیسه،د ایمنی د انجونو لیسه اود محراب الدین لیسه.

(اتمه حوزه) د آمنه فدوی لیسه،د عبدالقهار عاصی لیسه،د توتیا د انجونو لیسه،د عبدالرحمن پژواک لیسه،د استاد بیتاب لیسه،د غلام نبی خان چرخی لیسه،د رحمن مینه د انجونو لیسه،د قعه حسن خان لیسه،د محمد صدیق پسرلی لیسه،د سید نور محمد شاه لیسه،د عبدالحی حبیبی لیسه،د عبدالرحیم غفورزی لیسه،د قلعه حشمت خان لیسه،د سید نور محمد شاه د انجونو لیسه،د ذبیح الله عصمتی لیسه،د ګذرحضرت بلال متوسطه ښوونځی،د توتیا د هلکانو ښوونځی،د محمد هاشم میوندوال متوسطه ښوونځی،د شاه شهید خاص متوسطه ښوونځی اود بی بی شمسو متوسطه ښوونځی.

(نهمه حوزه) د الفتح لیسه،د ابوالقاسم لیسه، د سردار محمد داود لیسه،د حاجی عبدالقدیر لیسه،د بی بی مهرو د هلکانو لیسه،د ستاره شش درک لیسه،د خواجه رواش د هلکانو لیسه،د خواجه رواش د انجونو لیسه،د پکتیاکوت لیسه،د عبدالهادی داوی لیسه اود قابلبای لیسه.

( لسمه حوزه) د احمد شاه مسعود لیسه،د زرغونه لیسه،د وزیر آباد جدیدالتاسیس لیسه،د چهار قلعه وزیر آباد متوسطه ښوونځی،د سپین کلی متوسطه ښوونځی،د بی بی مهرو د انجونو متوسطه ښونځی،د مسعود سعد متوسطه ښونځی اود عزیزافغان متوسطه ښوونځی.

(یولسمه حوزه) د مخفی بدخشی لیسه،د بی بی سروری سنګری لیسه،د آزاد خان لیسه،د استاد ګل آقابیرنګ متوسطه ښوونځی،د استاد  خلیل الله  خلیلی لیسه،د سد الناصری د هلکانو لیسه،د زلیخا د انجونو لیسه،د سدالناصری د انجونو لیسه،د عبدالغفور ندیم لیسه،دغلام حیدرخان لیسه،د بی بی حوا لیسه اود شایسته هیواد لیسه.

(۱۵مه حوزه) د بی بی ساره لیسه،د محمد فقیرفیروزی لیسه،خواجه بغرا،د محمد انور بسمل لیسه،د عبدالمجید مصطفی غزنوی لیسه،د عبدالحی الهی لیسه،د ملی شهرک ابتداییه ښوونځی،د احمد علی کهزاد لیسه،د شیخ زاهد لیسه،د عبدالاحمد جاوید لیسه،د خواجه رواش خصوصی لیسه،د ملی شهرک لیسه،د مصطفی غزنوی د انجونو لیسه،د ملی شهرک الحاقیه ښوونځی اود بی بی ساره د انجونو لیسه.

(۱۶ مه حوزه) د لامعه شهید لیسه،د نازو انا لیسه،د قلعه زمانخان لیسه،د ده خدایداد د انجونو لیسه،د شهرک خراسان لیسه،د عبدالغفور احمدی لیسه،د شهیدان لیسه،د عبدالقیوم کریمی لیسه،د قلعه زمانخان ابتداییه ښوونځی اود نوآباد قلعه زمانخان ابتداییه ښوونځی.

(۱۷مه حوزه) د علامه قاری نیک محمد د انجونو لیسه،د آزادی متوسطه ښوونځی،د حضرت سلیمان ابتداییه ښونځی،د سید یوسف علمی د هلکانو لیسه،د سید یوسف علمی د انجونو لیسه،د محمد مجددی لیسه،د پروفیسور استاد برهان الدین ربانی لیسه،د شهرک وحدت لیسه،د شهرک ذاکرین لیسه،د آزادی لیسه،د ده کیپک د انجونو لیسه،د سید یوسف علمی لیسه،د شهرک وحدت د انجونو لیسه او د شهرک پامیر د هلکانو او انجونو لیسې او ښوونځي دي چې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزي عدلي او قضایې مرکز د معلوماتي بیلبورډونو شاهد وو.

د ښوونځي ځینې ښوونکي که څه هم د نشه يي موادو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ګټور بولي، خو دوی وړاندیز کوي چې د نشه‌يي موادو په اړه عامه پوهاوی باید د درسي نصاب برخه وګرځي او په ښوونځي کې د يوه مضمون غوندې په دوامداره توګه تدریس شي.

د ښوونځي ښوونګي وایي چې ټولګيو کې يې د نشه‌يي موادو د زيانونو په اړه زده کوونکو ته معلومات ورکړي او زیاتوِ چې دا کمپاين هم ګټور دی، خو غوره لاره يې دا ده چې دا پوهاوی د درسي نصاب برخه وګرځي او په پرله‌پسې ډول په ښوونځي کې تدريس شي.

همدارنګه د پوهني وزارت وايي، دوی هڅه کوي چې د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی په درسي نصاب کې شامل کړي:"موږ هڅه کوو چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پروګرام او نشه‌يي موادو زیانونه د پوهنې وزارت په درسي نصاب کې شامل کړو. که څه هم د ښوونځیو په کتابونو کې په‌دې اړه پخوا هم یادونه شوې ده، خو اوس غواړو چې دا معلومات ډېر کړو."

د دې کمپاین په ترڅ کې په ۱۴۷ښوونځي کې د نشه يي موادو دوه بیلبورډونه نصب شول.

د دې بيلبورډونو د نصبولو هدف دا دی چې د نشه يي موادو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي ترڅنګ زده کوونکي په دې هم خبر شي چې په قانون کې د نشه يي موادو قاچاق کوونکو او خرڅوونکو ته جزاګانې ټاکل شوي دي.

زده کوونکِي وایی چې ښونځیوکي دغه کمپاین ګټه لري، خو کمپاین باید دوامداره وی ترڅو زده کوونکو ته د نشه‌يي موادو په اړه پوهاوی ورکړي چې شاګردان د نشه‌يي موادو د زیانونو پوه شي، دا کار به ډېر ګټور وي.

یوه زده کوونکی وايي چې د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه یې خپل ټولګیوال پوه کړي دي له کومه وخته راهيسې چې درس وایم، د نشه‌يي موادو په اړه يوازې دومره پوهیږم چې د نشه‌يي موادو استعمال ډېر زیانونه لري. ډېری کسانو ته مې په‌دې اړه نصیحت هم کړی دی، خو ګټه یې نه کوله، خو بیا مې هم خپل کوښښ وکړ.

دغه کمپاین د روان کال د چنګاش میاشتی په اوږدوکې د پوهنی وزارت او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایې مرکز د چارواکو لخوا کابل کې د انجونو په مریم ښونخی او د هلکانو په استاد مصباح ښوونځیو کې د ( دری او پښتو) بیلبورډونو په نصبولو سره پیل او د کابل په ۱۶ تعلیمي حوزو کې په پلئ کولو سره نن د وږی په دوولسمه پاي ته ورسید.

په یاد کمپاین کې د هیواد د پوهنی وزارت په ۱۶ تعلیمی حوزو په اړوندو سیمو کې د انجونو او هلکانو په ۱۴۷ ښونځیو کې (دری او پښتو) دوه – دوه معلوماتی بیلبورډونه نصب شول. 

ښوونګي او زده کونکي د کابل په ښوونځیو کې په لاره اچول شوي پروګرام ګتر وببل او مني چې ممکن په ځینو کورونوکې د زدکونکو د کور غړي په الکول او نشه یې توکی اخته یې چې د هغوي دغه عمل د کور په ماشومانو ډیره بده اغیزه لری خو د دغی کمپاین پیغام د زدکونکو او ښوونکو په واسطه باید کور په کور ورسول شي ترڅو دغه ناوړه پدیده د هیواد له ګلیم څخه پآک شی. 

همدارنګه د هیواد د پوهني وزارت چارواکي د مسکراتو او نشه یې توکوپرضد د مبارزې عدلي او قضایې مرکز له چارواکو څخه وغوښتل چې د هیواد پوهنی ته ډیره پاملرنه وکړي.  

همدارنګه د ښوونځيو چارواکو او په ځانګړي توګه زده کونکو د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزي عدلي او قضایې مرکز دغه کمپاین یې اغیزمن وبلل او هغه یې د زدکونکو او کورنیود پوهاوي د کچی لوړولو په موخه ډیر ګتورعنوان کړ.

د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزي عدلي او قضایې مرکز په وروستیو کلونوکې د کابل ښار له سلو څخه ډیر ښوونځيوکې،د کابل په لویو لاروموټرچلونکو،یو شمیر ولسوالیو کې،یو شمیر ملکي او نظامي پوهنتونونو او یو شمیر والیتونو کې د نشه یې توکو او مسکراتو پرضد د مبارزي قانون په اړه عامه پوهاوی پروګرامونه یې لري چې ښې او مؤثره پایلې درلودلي.