General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۳۳تنه دمسکراتو اونشه یی توکودجرمونوپه تورنیول سوی دی

۳۳تنه دمسکراتو اونشه یی توکودجرمونوپه تورنیول سوی دی

2019-09-03 Arrested Man

 

تنه د یوی ښځئ په ګدون د ۲۶ قضیو په اړوند په مسکراتو اونشه یې توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی پولیسو لخوا نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوي.

نیول شوي کسان د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی پولیسو لخوا د کابل،لوګر،ننګرهار،جوزجان،سرپل،سمنګان،بامیان،بلخ،زابل،فراه،پکتیکا او هملند ولایتونو څخه له ‌ډیري نشه یې توکو سره نیول شوي.

له نیول شوي تورنو څخه ۱۶۴٫۰۹۳ کیلوګرامه هیرویین، ۵۰۰۰کیلوګرامه مورفین،۲۰۹۴۹کیلوګرامه تریاک،۶۲۳٫۷۵۶کیلوګرامه چرس، ۵۳۷۳۱کیلوګرامه خشخاش، ۱۳۲٫۱۱۷کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه)، ۵۳۹۵۰ کیلوګرامه کیمیاوی جامد مواد،۱۲۷۰لیتره الکولی مشروبات او ۵۷۰۰۰ لیتره کیمیاوی مایع مواد کشف او ترلاسه شوي.

د ویلو وړ ده چې د نیول شوي کسانو په منځ کې ۷ تنه د یوی ښځئ په ګدون چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي توکي(هیرویین  او چرس) په خیټه اوسفری بکسونوکې هندوستان  ته یې قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي ده.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

همدارنګه تیره اوونئ دمسکراتو اونشه یې توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزد ابتدایی محاکمی له لوری په علنی قضایې جلسو کې ۶ تنه د۵ قضیو په اړوند تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوي.

له محکومین شوي کسانو څخه ۹۷۱کیلوګرامه هیرویین، څه باندې۹کیلوګرامه مورفین،۱۲کیلوګرامه تریاک او۲۷۸ګرامه مت امفتامین (ښیښه) کشف او ترلاسه شوي چې  د نوموړی محکمی د مجازاتو سربیره ترلاسه شوي نشه یې توکي مصادره شوي .

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.