General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): کابل کې د نشه یې توکو پروړاندې مبارزي کې د رسنیو رول ترعنوان لاندې ورکشاپ څلورم پړاو جوړ شو

کابل کې د نشه یې توکو پروړاندې مبارزي کې د رسنیو رول ترعنوان لاندې ورکشاپ څلورم پړاو جوړ شو

2019-09-29 CNJC Photo

 

د روان کال په تیرو څو میاشتو کې په ټول هیواد کې د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزي پولیسو د ۱۴۶۰عملیاتو په پایله کې ۱۷۴۰ تنه د نشه یې توکو پیرودونکي، پلورونکي او قاچاق وړونکي نیول شوی دي.

 دغه مطلب د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پرضد د مبارزي مرستیال محمد هاشم اورتاق د روان کال د وږی میاشت په دریمه د یکشنبې په ورځ کابل کې د نشه یې توکو پروړاندې مبارزي کې د رسنیو رول ترعنوان لاندې جوړشوی ورکشاپ کې څرګند کړ. 

همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزي مرستیال وویل چې په دی عملیاتو کې د نشه یې توکو ۷ ګودامونه او ۶۰ لابراتوارونه ویجاړ شوی دي.

 هغه زیاته کړه چې نیول شوي کسان نسبتی دوسیو سره یې عدلي او قضایې څیرنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پروراندې د مبارزي عدلي او قضایې مرکز او د ولایاتو استیناف څارنوالیوته  لیږل شوي.

 هغه د نشه یې توکو پروړاندې مبارزه کې د رسنیو د رول په اړه زیاته کړه: ((په هغه کچه چې د نشه یې توکو پروړاندې په مبارزي کې  مالي څانګې ته اړتیا ده پدي برخه کې له هغه څخه زیات د رسنیو رول ډیر اهمیت لري.)) 

د نشه یې توکو پرضد د مبارزې عدلی او قضایې مرکز د ځانګړي څارنوالۍ عمومی رییس څارنیار محمد الف عرفاني چې یاد شوی ورکشاپ کې یې ګډون درلود وویل، عوامل لکه د نړیوال بازار غوښتنې، د نشه یې توکو پروړاندې مبارزه کې سیمه ایزې همکارۍ، په هیواد کې ناامني، د وسله والو مخالفینو جنګي ماشین تمویل، د خلکو فقر او په ځانګړي ډول د هیواد بزګرانو او د نشه یې توکو د قاچاق نړیوالې مافیا د نشه یې توکو د قاچاق کچه یې ډیره کړی ده.

 عرفاني زیاته کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دلوي  څارنوالئ اداره د یوه تحقیقاتي ارګان په توګه د افغانستان د اتباعو لپاره د حقونو او د عدالت ساتونکی دی او په پدي چوکاټ کې د نشه یې توکو پرضد د مبارزي عمومی څارنوالې د نشه یې توکو د قاچاقبرانو پرضد او نړیوال مافیا په اړوند مستقیم په سره کرښه کې شتون لری.

هغه زیاته کړه چې د نشه یې توکو پروړاندې د ځانګړو پولیسو ترڅنګ د نشه یې توکو پرضد د مبارزي عدلي او قضایې مرکز مسؤل دي چې پر ټولو مجرمینو د قانون پلي کولو سره د نشه یې توکو ریښې وچې کړي. 

په کابل کې د امریکا غږ په کوربه توب په یوه ورځني ورکشاپ کې په ولسي جرګې د خلکو استازی میرویس یاسیني، د نشه یې توکو پرضد دمبارزي د ولایتی چارو رییس سمونوال کبیر ابراهیم خیل، د نشه یې توکو پرضد د مبارزي عملیاتی  رییس مل پاسوال عبدالرووف ارزګانی او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزي عدلي او قضایې مرکز د تدقیق،پلټنی او لابراتوار عمومی مدیر سمونمل فضل الدین ملکزاده هم ګډون کړي وو.

د ورکشاپ همغږي کونکی رحیم ګل ساروان په وینا، ده ډول ورکشاپونه دمخه په ننګرهار، بلخ او کندهار ولایتونو کې په لاره اچول شوي و.

د ورکشاپ په پای کې د برخه والو او رسنیو ټولې پوښتنې د پورته چارواکو لخوا ځواب ورکړل شو.