د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزې د ځانګړي څارنوالۍ عمومی ریاست د دوشنبې په ورځ (۴/۶/۱۳۹۸ ) د نشه یې توکو د قضیو په اړوند ۴۵۱سیټه ضبط شوي ګرځنده ټیلفونونه د ابتدایی محکمی له حکم نه وروسته رسما یې کابل ګمرک ته تسلیم کړ .
۵۴۱ سیټه ګرځنده ټلیفونونه د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو اړوند دي کوم چې د هیواد امنیتی او کشفي ارګانو لخوا په بیلابیلو ولایتونو کې د نشه یې توکو له قاچاقرانو نه نیول شوي.
مصادره شوي ګرځنده ټیلفونونه د نشه يې توکو د قاچاق تورن کسان په اړوند دي چې د هیواد محاکمو له لوری محکوم په سزا شوی دي.
د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزي قانون د۳۲می مادی پربنسټ(( مخدره توکي او مسکرات او هغه وسایل او تجهیزات چې د هغوي په برابرولو،تولید او پروسس کې کارول کیږي او نور هغه وجوه او منقولې او غیر منقولې شتمنی چې د مخدره توکو او مسکراتو د جرمونو په ارتکاب کې په کار وړل شوي یا د هغه له ارتکاب څخه ترلاسه شوي او یا د هغه د ارتکاب په قصد برابر شوي وي،مصادره کیږي.))
په ورته وخت کې د کابل ګمرک ضبطی مدیر احسان الله د تسلیم شوي ګرځنده ټیلفونونو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزې عدلي او قضایې مرکز د منسوبینو کړنو څخه یې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د ضبط شوي ګرځنده تلیفونونه په دی مرکزکې د فساد نه شتون ښي.
هغه ومنله چې د کابل ګمرک ریاست تل د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزې مرکز سره مرستی ته چمتو ده.
دا په داسي حال کې ده چې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزې د ځانګړي څارنوالۍ عمومی ریاست د روان کال د وری میاشتی په اوږدکی ۹۸۸ سیټه ګرځنده بیلابیل ټیلفونونه چې د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو په اوږدوکې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د ابتدایی محکمی د نهایی حکم نه وروسته کابل ګمرک ته لیلام لپاره سپارل شوی و.