د۱۳۹۸ لمریزکال زمری میاشتې په اوږدوکی دمسکراتو اونشه یې توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایې جلسو کې ۷۸ تنه د۶۲ قضیو په اړوند له یوه کاله تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوي.
د محکومینو له مینځ څخه د ابتدایی محکمی له لوری ۱۹ تنه د ۱۹ قضیو په اړوند له یوه کاله تر ۱۶ کاله حبس محکوم په سزا شوی او همدارنګه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی لخوا ۵۹ تنه د۴۳ قضیو په اړوند په بیلابیل تنفیذی حبس محکوم په سزا شوي.
یاد کسان دامنیتي او کشفی ارګانو له خوا د ۱۶۲۳ کیلوګرامه هیرویین،څه باندې ۹۴کیلوګرامه مورفین، ۱۶۷۰ کیلوګرامه تریاک،۶۵۴کیلوګرامه چرس او څه باندې۳۲کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه) په تړاو دهیواد له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي او دعدلي اوقضایې څیړنو وروسته د یاد مرکز د ابتداییه او استیناف محاکمو له لوری په اړوند یې قضایې فیصلی صادری شوی دي.
د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۲۱ عرادی موټره،۵ عرادی موټرسایکلونه،۹ میله وسلئ او ۱۵۴ سیټه ګرځنده تیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۱۸۹۷۵۰) نغدی افغانئ او (۱۴۵۵) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.
همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۶۸ قضیو فیصلی بشپړی شوي.
په دی موده کې د ۱۱۹تنه د یوئ ښځئ په ګډون د ۹۷ قضیو په اړوند په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.
د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.
د زمری میاشتی په اوږدوکې د رسیدلو قضیو په اړوند ۱۲۳٫۴۱۲کیلوګرامه هیرویین،۷٫۸کیلوګرامه مورفین، ۱۴۳۱٫۴۹کیلوګرامه تریاک، ۱۸۷۶٫۷۳کیلوګرامه چرس ،۷۸٫۰۱۵ کیلوګرامه مت امفتامین، ۱۶۶٫۳۸کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد،۱۲۲۰٫۶۶ لیتره الکولی مشروبات او ۰٫۱۱۴ کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی کشف او ترلاسه شوی.
هغه ولایتونه چې د (زمری) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:
کابل ولایت د ۳۷ قضیي، ننګرهار او هرات ولایتونه د ۱۱-۱۱ قضیو په شتون سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.
دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۱۱۴ قضیو په تړاو۱۳۵ تنه د۴ تنه زنانه اویوه تن ایرانی وګړی په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.

