Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د چنګاښ میاشتې راپور

د چنګاښ میاشتې راپور

2019-07-23 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق،بررسی او لابراتوار لوی مدیریت،ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه او استیناف محاکمو کاری راپور

د۱۳۹۸ لمریزکال چنګاښ میاشتې په اوږدوکی د نشه یی توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو د۱۱۴ قضیو په اړوند ۱۳۵ تنه د ۴ ښځئ او یوه ایرانی وګړی په ګدون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوی او عدلی او قضایی څیړونو په موخه د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۲۰ تنه د دوو ښخو په ګدون هغه کسان دي چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي  توکي(هیرویین) په خیټه او سفری بکسو کې یې هندوستان،سعودی عربستان او عربی متحده اماراتو ته یي قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۳۶ عرادی موټره،۵ عرادی موټرسایکلونه،۸ میله وسلئ او ۱۸۱ سیټه ګرځنده تیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۳۳۱۲۱۰) نغدی افغانئ او (۳۵۰۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د۱۳۹۸ لمریزکال چنګاښ میاشتې په اوږدوکی دمسکراتو اونشه یې توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایې جلسو کې ۱۱۳ تنه د۸۳ قضیو په اړوند له یوه کال څخه تر۱۱ کالو حبس محکوم په سزا شوي.

یاد کسان دامنیتي او کشفی ارګانونو له خوا د ۹۲ کیلوګرامه هیرویین،څه باندې ۳۲۶کیلوګرامه مورفین، ۱۸۰۳ کیلوګرامه تریاک،۱۱۳۷کیلوګرامه چرس،څه باندې۶۰کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه) ۱۸۸ لیتره مایع کیمیاوی مواد ،۷۵ کیلوګرامه جامد کیمیاوی او ۲۹۰ ګرامه روان اړوونکی ګولیو په تړاو دهیواد له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي او دعدلي اوقضایې څیړنو وروسته د یاد مرکز د ابتداییه او استیناف محاکمو له لوری په اړوند یې قضایې فیصلی صادری شوی دي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۶۳ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د چنګاښ میاشتی په اوږدوکې د رسیدلو قضیو په اړوند ۱۳۱٫۴۶۵ کیلوګرامه هیرویین،۱۱۰کیلوګرامه مورفین ،څه ۶۷۷٫۸۸۶ کیلوګرامه تریاک، ۹۹۸٫۳کیلوګرامه چرس، ۲۴۱۹۷کیلوګرامه خشخاش،۳۳٫۶۶۳ کیلوګرامه مت امفتامین، ۲۲۹٫۸۸ لتیره تیزاب،۸۸٫۹ کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد،۱۲۱۳ لیتره الکولی مشروبات،۶۵۴۴ کیلوګرامه بنګدانه او ۲٫۳۶ کیلوګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د (چنګاښ) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۵۰ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۴ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د غبرګولی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۱۰۰ قضیو په تړاو۱۲۴ تنه د۵ تنه زنانه اویوه تنه بهرنئ وګړی په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.