General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۳۶ تنه دمسکراتو اونشه یی توکو دقاچاق په تورتر۵ کالوحبس محکوم به سزا شوی دی

۳۶ تنه دمسکراتو اونشه یی توکو دقاچاق په تورتر۵ کالوحبس محکوم به سزا شوی دی

2019-07-09 CNJC Photo

 

په تیرو۷ورځو کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایي جلسو کې ۳۶ تنه د۲۷ قضیو په اړوند له ۱کال څخه تر۵ کالو حبس محکوم په سزا شوي.

یاد کسان دامنیتي او کشفی ارګانونو له خوا د څه باندې ۱۳ کیلوګرامه هیرویین،۸کیلوګرامه مورفین ،څه باندې څه باندی ۵۸ کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه)،څه باندی ۴۳۴کیلوګرامه تریاک او۱۸۸ لیتره مایع کیمیاوی مواد په تړاو دهیواد  له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي او دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیو سره یې دغه مرکز ته استول شوي و.

په یاد وخت کې کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق د۲۲ قضیو په اړوند ۲۷ تنه دنشه یي توکو د قاچاق په تور تورن له بیلا بیلو ولایاتوڅخه نیول شوي او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د ویلو وړ ده چې د نیول سوی کسانو په منځ کې ۶ تنه هغه کسان شتون لرِی چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي توکي(هیرویین) په خیټه اوسفری بکسونوکې هندوستان اوسعودی عربستان هیوادونو ته یې قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي ده.

 د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ کی بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد ځانګړی څارنوالی ته استولی دي.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یي لري. 

دا په داسي حال کې ده چې دوه اوونئ مخکي هم دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایي جلسو کې ۳۷ تنه د ۲۶ قضیو په اړوند له ۱۳ میاشتو څخه تر۱۱ کالو حبس محکوم په سزا شوي وو.