Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د ۱۳۹۸ لمریز کال د لومړې ربعې راپور

د ۱۳۹۸ لمریز کال د لومړې ربعې راپور

 

د۱۳۹۸ کال د (وری،غویی،غبرګولی) میاشتو په اوږدوکې ټولټال د ۲۵۸ قضیو په تړاو۳۲۱ تنه د۱۳تنه ښځئ او یوه ایرانی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او له اړوند دوسیو سره یې دعدلي اوقضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږلی دي. 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویو کسانو په مینځ کې ۷۲ تنه د ۶ تنه ښځو په ګډون چې غوښتل یي د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګر څخه نشه یې توکې په خیټي او سفری بکسونو کې هندوستان،سعودی عربستان،متحده عربی امارات او اروپایی هیوادونوته یې قاچاق کړي چې دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

همدارنګه دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزدځانګړی څارنوالئ په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د۱۳۹۸لمریزکال د (وری،غویی،غبرګولی) میاشتو په لړکې۷۳عرادی موټره ،۱۴عرادی موټرسایکلونه،۳۷۹سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه او۲۱میله بیلابیل وسلئ چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړي او (۸۳۳۹۰۱) نغدی افغانئ او (۸۴۱۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بلخوا د ۱۳۹۸ لمریز کال د (وری،غویی،غبرګولی) میاشتو په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۲۹۳ تنه د۱۶ تنه دولتی کارکوونکي د۹تنه زنانه په ګډون د۲۹۳ قضیو په اړوند له یوه کال نه تر۳۰کالو حبس محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۲۰۲ تنه د یوی ښځئ او۷تنه دولتی کارکوونکي په ګډون د۱۴۸ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

په دی موده کې دځانګړی ابتدایی محکمی له لوری ۲ تنه د کافی دلایلو نه شتون له کبله بیګناه پیژندل شوي.

همدارنګه دځانګړی استیناف محکمی له لوری په یاد موده کې ۱۶ تنه د ۱۰ دولتی کارکوونکي په ګډون د کافی دلایلو نه شتون له کبله بیګناه پیژندل شوی دي. 

له بل لوری د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلئ وروسته د۹۴ قضیو فیصلی بشپیړی کړي.

د۱۳۹۸ کال د (وری،غویی،غبرګولی) میاشتو په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات، نشه یې توکی او روان بدلونکي ګولی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

هیرویین (۶۳۰٫۶۱۳)کیلوګرامه

مورفین (۸۶٫۵۵) کیلوګرامه

تریاک  (۲۴۲۱٫۹۵۳) کیلوګرامه

چرس (۳۶۱۵٫۹۲۲) کیلوګرامه

ښیښه ( ۴۴۹٫۷۹۴) کیلوګرامه

روان بدلونګي ګولي(K) (۴٫۵۵۵) کیلوګرامه

تیزاب( ۱۰۲۷۸) لیتره

بنګدانه (۳۲۰۷۸) کیلوګرامه

جامد کیمیاوی مواد(۱۹۸۳۹٫۰۷) کیلوګرامه

الکولی مشروبات(۱۱۸۰۳٫۷۸) لیتره

خشخاش (۸۱۶) کیلوګرامه

 هغه ولایتونه چې د (وری،غویی،غبرګولی) میاشتو په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۶۳ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۲۳ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۷ کال د څلورمی ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۱۸۶ قضیو په تړاو۲۳۰ تنه د۱۳ تنه زنانه،۹ تنه دولتی کارکونکي او۲ تنه بهرنئ وګړو په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.