Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د غبرګولی میاشتې راپور

د غبرګولی میاشتې راپور

2019-06-29 CNJC-LOGO

د۱۳۹۸ لمریزکال غبرګولی میاشتې په اوږدوکی دمسکراتو اونشه یې توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایې جلسو کې ۸۲ تنه د۷۰ قضیو په اړوند له ۱۳ میاشتو څخه تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوي.

د ابتدایی محکمی له لوری د تورنو له مینځ نه ۲۷ تنه د ۲۷ قضیو په اړوند له ۱۳ میاشتې نه تر ۱۶ کاله حبس محکوم په سزا شوی او همدارنګه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی لخوا ۵۵ تنه د۴۳ قضیو په اړوند په بیلابیل تنفیذی حبس محکوم په سزا شوي. 

یاد کسان دامنیتي او کشفی ارګانونو له خوا د ۳۹ کیلوګرامه هیرویین،څه باندې ۷۵کیلوګرامه مورفین، ۲۷ کیلوګرامه تریاک،۳۶۹۰کیلوګرامه چرس،څه باندې۱۲۱کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه) ۱۰۳ لیتره مایع کیمیاوی مواد،۱۶۰۰۰کیلوګرامه بنګدانه او ۸۲۳ ګرامه روان اړوونکی ګولیو په تړاو دهیواد له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي او دعدلي اوقضایې څیړنو وروسته د یاد مرکز د ابتداییه او استیناف محاکمو له لوری په اړوند یې قضایې فیصلی صادری شوی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۲۲ عرادی موټره،۴ عرادی موټرسایکلونه،۸ میله وسلئ او ۱۳۵ سیټه ګرځنده تیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۵۷۴۷۶۸) نغدی افغانئ او (۲۷۹۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۲۸ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

په دی موده کې د ۱۲۴تنه د ۵ تنه زنانه او یوه ایرانی وګړی په ګډون د ۱۰۰ قضیو په اړوند په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د نیول شویو په مینځ کې ۲۶ تنه د یوی ښځئ په ګډون شتون لري چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکي (هیرویین او مت امفتامین ښیښه) په خیټې او سفری بکسو کې یې هندوستان،سعودی عربستان او عربی متحده اماراتو ته یي قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.

د مسکراتواونشه یې توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري. 

دا په داسي حال کې ده چې د غویی میاشتې په اوږدوکي د نشه یي توکو او مسکراتو د جرایمو د ۸۶ قضیو اړوند ۱۰۲ تنه د ۵ ښځو په ګدون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه د عدلی او قضایې څیړنی په موخه دمسکراتو اونشه یې توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکز رالیږل شوی و.