General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): موحد: درې میاشتو کې د نشه یې توکو د قاچاق په تور سلګونه تنه په سزا محکوم شوي

موحد: درې میاشتو کې د نشه یې توکو د قاچاق په تور سلګونه تنه په سزا محکوم شوي

2019-06-29 CNJC Photo

 

د (وری،غویی،غبرګولی) میاشتو په اوږدوکې ټولټال د ۴۹۵ تنه د۱۳تنه په مسکراتو اونشه یي توکو تورن دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز د ابتداییه او استیناف محاکمو لخوا له یوه کال نه تر ۳۰ کالو بند محکوم په سزا شوی دي. 

د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزې عدلي او قضایې مرکز ویاند خالد موحد نن سه شنبې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبرې ناسته کې وویل:چې په بند محکوم شویو مینځ کې لس تنه زنانه او ۲۳ تنه دولتي کارکونکي هم شتون لري.

همدارنګه په دی موده کې د ابتداییه او استنیاف محاکمو له لوري ۱۸ تنه د ۱۰ دولتی کارکونکو په ګډون د کافی دلایلو نه شتون له کبله بیګناه پیژندل شوي.

موحد زیاته کړه چې په یاد وخت کې د افغانستان د ستری محکمې د عامه امنیت دیوان لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزې استیناف محکمې له فیصلئ وروسته د۹۴ قضیو فیصلې بشپیړی شوي.

د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزې عدلي او قضایې مرکز ویاند روښانه کړه چې د۱۳۹۸ کال د (وری،غویی،غبرګولی) میاشتو په اوږدوکې ټولټال د ۲۵۸ قضیو په تړاو۳۲۱ تنه د۱۳تنه ښځئ او یوه ایرانی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او له اړوند دوسیو سره یې دعدلي اوقضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږلی دي.

نوموړي وویل چې د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د موحد په وینا، د پورتنیو نیول شویو کسانو په مینځ کې ۷۲ تنه د ۶ تنه ښځو په ګډون چې غوښتل یي د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګر څخه نشه یې توکې په خیټي او سفری بکسونو کې هندوستان،سعودی عربستان،متحده عربی امارات او اروپایی هیوادونوته یې قاچاق کړي چې دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

همدارنګه دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزدځانګړی څارنوالئ په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د۱۳۹۸لمریزکال د (وری،غویی،غبرګولی) میاشتو په لړکې۷۳عرادی موټره ،۱۴عرادی موټرسایکلونه،۳۷۹سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه او۲۱میله بیلابیل وسلئ چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړي او (۸۳۳۹۰۱) نغدی افغانئ او (۸۴۱۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

د۱۳۹۸ کال د (وری،غویی،غبرګولی) میاشتو په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات، نشه یې توکی او روان بدلونکي ګولی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

هیرویین (۶۳۰٫۶۱۳)کیلوګرامه

مورفین (۸۶٫۵۵) کیلوګرامه

تریاک  (۲۴۲۱٫۹۵۳) کیلوګرامه

چرس (۳۶۱۵٫۹۲۲) کیلوګرامه

ښیښه ( ۴۴۹٫۷۹۴) کیلوګرامه

روان بدلونګي ګولي(K) (۴٫۵۵۵) کیلوګرامه

تیزاب( ۱۰۲۷۸) لیتره

بنګدانه (۳۲۰۷۸) کیلوګرامه

جامد کیمیاوی مواد(۱۹۸۳۹٫۰۷) کیلوګرامه

الکولی مشروبات(۱۱۸۰۳٫۷۸) لیتره

خشخاش (۸۱۶) کیلوګرامه

 هغه ولایتونه چې د (وری،غویی،غبرګولی) میاشتو په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۶۳ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۲۳ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

 دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۷ کال د څلورمی ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۱۸۶ قضیو په تړاو۲۳۰ تنه د۱۳ تنه زنانه،۹ تنه دولتی کارکونکي او۲ تنه بهرنئ وګړو په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.