Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): تر ۱۶ کالو حبس ۳۰ قاچاق وړونکو له پاره صادر شو

تر ۱۶ کالو حبس ۳۰ قاچاق وړونکو له پاره صادر شو

2019-06-18 Presiner 5.jpg

 

په تیرو۷ورځو کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایي جلسو کې ۳۰ تنه د۲۵ قضیو په اړوند له ۱۳ میاشتو څخه تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوي.

یاد کسان دامنیتي او کشفی ارګانونو له خوا د څه باندې ۲۴ کیلوګرامه هیرویین،څه باندې۲۹کیلوګرامه مورفین، ۴۲۸ کیلوګرامه چرس ،څه باندې ۱۷ کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه) او ۸۲۳ ګرامه روان بدلونکی ګولیو په تړاو دهیواد  له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي او دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیو سره یې دغه مرکز ته استول شوي و.

په یاد وخت کې کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق د۱۸ قضیو په اړوند ۲۷ تنه د دوو ښځو په ګدون دنشه یي توکو د قاچاق په تور تورن له بیلا بیلو ولایاتوڅخه نیول شوي او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې یوه تن هغه کس شتون لرِی چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي  توکي(مت امفتامین) په خیټه کې عربی متحده اماراتو ته یې قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي ده.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یي لري. 

دا په داسي حال کې ده چې دوه اوونئ مخکي هم دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایي جلسو کې ۴ تنه د ۴ قضیو په اړوند له ۳ کاله څخه تر ۵ کالو پوری په حبس محکوم په سزا شوي وو.