Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د غویی میاشتې راپور

د غویی میاشتې راپور

2019-05-27 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق،بررسی او لابراتوار لوی مدیریت،ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه او استیناف محاکمو کاری راپور

د۱۳۹۸ لمریزکال غویی میاشتې په اوږدوکی د نشه یی توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو د۸۶ قضیو په اړوند ۱۰۲ تنه د پنځو ښځو په ګدون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوی او عدلی او قضایی څیړونو په موخه د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۳۰ تنه د پنځو ښځو په ګدون هغه کسان شتون لري چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي  توکي(هیرویین  او مت امفتامین ښیښه) په خیټه،ترموز او سفری بکسو کې یې هندوستان،سعودی عربستان او عبری متحده اماراتو ته یي قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۱۳ عرادی موټره،۴ عرادی موټرسایکلونه،۴ میله وسلئ او ۹۱ سیټه ګرځنده تیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره شوی دي.

دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد ابتدایی د ۱۳۹۸ لمریزکال غویی میاشتی په لړ کې ۲۶  تنه د ۲۶ قضیو په اړوند له یوه کال نه تر ۱۷ کاله حبس محکوم په سزا شوی او همدارنګه د د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له لوری ۱۰۰ تنه د۷۰ قضیو په اړوند په بیلابیل تنفیذی حبس محکوم په سزا شوي.

یاد کسان دامنیتي او کشفی ارګانونو له خوا د ۱۳۲ کیلوګرامه هیرویین،څه باندې ۱۴۳کیلوګرامه مورفین، ۵۹۷ کیلوګرامه تریاک،۱۴۳۸۷کیلوګرامه چرس،څه باندې۹۸کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه)۶۹۶ کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد، ۸۴۴۵ لیتره مایع کیمیاوی مواد او ۹۲۰ ګرامه روان اړونکی ګولیو په تړاو دهیواد  له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي او دعدلي اوقضایي څیړنو وروسته د یاد مرکز د ابتداییه او استیناف محاکمو له لوری په اړوندی قضایی فیصلی صادری شوی دي.

همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامی جمهوری د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۲۸ قضیو فیصلی بشپړی شوی.

د ویلو ده چې غویی میاشتی په لړ کې را رسیدلی قضیو په اړوند ټولټال ۱۲۹٫۰۱۹ کیلوګرامه هیرویین، (۵۹٫۱۵)کیلوګرامه مورفین، (۱۳۴٫۳۹۱) کیلوګرامه تریاک،(۱۶۸۱٫۲۷) کیلوګرامه چرس، (۳۳۱٫۰۷۵)کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه)، (۹۷۸۰) لتیره تیزاب، (۳۰۷۵٫۲)کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد، (۲۰۱٫۰۸) لیتره الکولی مشروبات،( ۱۶۰۱۴) کیلوګرامه بنګدانه او (۰٫۰۴۶) کیلوګرامه روان اړونکی ګولیو یې  کشف او ترلاسه شوي.

هغه ولایتونه چې غویی میاشتي کې د مسکراتو  او نشه یي توکو د جرایمو ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د۳۴ قضیی اوننګرهارولایت د۱۲ قضیو سره د نشه یي توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسي حال کې ده چې  د وری میاشتې په اوږدوکې د ۷۲ قضیو په تړاو۹۵ تنه د ۳ ښځو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي څه باندې یوه کیلو ګرامه هیرویین، څه باندې یوه کیلو ګرامه مورفین، څه باندې لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،څه باندې۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندې۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندې ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندې ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یي لري.