Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د وری میاشتې راپور

د وری میاشتې راپور

2019-04-02 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق،بررسی او لابراتوار لوی مدیریت،ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه او استیناف محاکمو کاری راپور

د۱۳۹۸ لمریزکال وری میاشتې په اوږدوکی د نشه یی توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو د۷۲ قضیو په اړوند ۹۵ تنه د پنځو ښځو په ګدون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوی او عدلی او قضایی څیړونو په موخه د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱۶ تنه هغه کسان شتون لري چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي  توکي(هیرویین) په خیټه او سفری بکسو کې یې هندوستان،سعودی عربستان او عبری متحده اماراتو ته یي قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۳۸ عرادی موټره،۶ عرادی موټرسایکلونه،۹ میله وسلئ او ۱۷۱ سیټه ګرځنده تیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۲۵۹۱۳۳) نغډی افغانئ او (۵۶۲۰) نغډی امریکایی ډالره چی له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارلئ دي.

دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد ابتدایی د ۱۳۹۸ لمریزکال وری میاشتی په لړ کې ۲۳  تنه د ۲۱ قضیو په اړوند له دوه کال نه تر ۳۰ کاله حبس محکوم په سزا شوی او همدارنګه د د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له لوری ۶۵ تنه د پنځو ښځو او یوه پاکستانی وګړی په ګدون د۳۷ قضیو په اړوند په بیلابیل تنفیذی حبس محکوم په سزا شوي.

یاد کسان دامنیتي او کشفی ارګانونو له خوا د ۱۴۷ کیلوګرامه هیرویین،څه باندې ۱۲۰کیلوګرامه مورفین، ۱۰۸۶ کیلوګرامه تریاک،۶۴۱۱کیلوګرامه چرس،څه باندې۳۳کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه)۶۰۰ کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد  او ۶۴۲ لیتره مایع کیمیاوی مواد په تړاو دهیواد  له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي او دعدلي اوقضایي څیړنو وروسته د یاد مرکز د ابتداییه او استیناف محاکمو له لوری په اړوندی قضایی فیصلی صادری شوی دي.

همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامی جمهوری د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۳۹ قضیو فیصلی بشپړی شوی.

د ویلو ده چې وری میاشتی په لړ کې را رسیدلی قضیو په اړوند ټولټال (۸۱٫۹۳۳) کیلوګرام ه هیرویین، (۱۷٫۴) کیلوګرامه مورفین،(۵۳۴٫۵۱۲) کیلوګرامه تریاک(۱۳۳۷٫۵۴)  کیلوګرامه چرس (۵۴٫۵۰۵) کیلوګرامه مت امفتامین،(۱۰۳) لیتره تیزاب ،(۲٫۳۷) کیلوګرامه جامد مواد کیمیاوی ،(۶۹۳۹٫۲) لیتره الکولی مشروبات ،( ۱۶۰۱۴) کیلوګرامخ بنګدانه او(۰٫۵۲۵) کیلوګرامه روان اړونکی ګولیو یې  کشف او ترلاسه شوي..

هغه ولایتونه چې وری میاشتي کې د مسکراتو  او نشه یي توکو د جرایمو ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د۲۹ قضیی اوننګرهارولایت د۱۱ قضیو سره د نشه یي توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسي حال کې ده چې د تیرکال کب میاشتې په اوږدوکې د ۷۳ قضیو په تړاو۱۰۰ تنه د یوی ښځئ  او یوه پاکستانی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي څه باندې یوه کیلو ګرامه هیرویین، څه باندې یوه کیلو ګرامه مورفین، څه باندې لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،څه باندې۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندې۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندې ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندې ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یي لري.