Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د ۱۳۹۷ لمریزکال د څلورمی ربعی راپور

د ۱۳۹۷ لمریزکال د څلورمی ربعی راپور

 

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتداییه اواستیناف محاکمو د دری میاشتو راپور

 د۱۳۹۷ کال د (مرغومی، سلواغی،کب) میاشتو په اوږدوکې ټولټال د ۲۶۲ قضیو په تړاو۲۹۲ تنه د۱۴تنه ښځو په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او له اړوند دوسیو سره یې دعدلي اوقضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږلی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته استولی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویو کسانو په مینځ کې ۳۷ تنه چی غوښتل یي د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر څخه نشه یې توکې خیټه او سفری بکسونو کې هندوستان،سعودی عربستان،متحده عربی امارات اودبئ هیوادونوته قاچاق کړي چې دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

همدارنګه دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی څارنوالی په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د۱۳۹۷لمریزکال د (مرغومی - سلواغی - کب) میاشتو په لړکې۸۷عرادی موټره ،۷ عرادی موټرسایکلونه ، ۳۴۷سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه او۲۶میله بیلابیل وسلئ چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړي او (۴۸۴۳۹۲۴) نغدی افغانئ او (۱۲۱۲۱) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بلخوا د ۱۳۹۷ لمریز کال د (مرغومی - سلواغی - کب) میاشتو په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۳۰۷ تنه د۹ تنه دولتی کارکوونکی،۱۴تنه زنانه اویوه بهرنئ وګړی په ګډون د۲۱۳ قضیو په اړوند له اتلس میاشتو نه تر۳۰کالو حبس محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۲۰۰ تنه د۸تنه ښځئ او۱۳تنه دولتی کارکوونکی په ګډون د۱۵۴ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي. 

په یاد موده کې دځانګړی ابتدایی محکمی له لوری ۴ تنه د یوه دولتی کارکوونکی په ګډون بیګناه پیژندل شوي.

همدارنګه دځانګړی استیناف محکمی له لوری په یاد موده کې لس تنه د یوه دولتی کارکوونکی په ګډون بیګناه پیژندل شوی دي. 

له بل لوری د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلئ وروسته د۷۶ قضیو فیصلی بشپیړی کړي.

درپیوند به قضایای یاد شده پولیس مبارزه بامواد مخدر، مقادیری ازمسکرات،مواد مخدر،مواد کیمیاوی جامد ومایع وتابلیت های روانگردان(ک)را نیزکشف وضبط نموده که قرارذیل می باشد:

د۱۳۹۷ کال د (مرغومی - سلواغی - کب) میاشتو په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات، نشه یې توکی او روان اړوونکی ګولی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

 هیرویین (۵۵۵٫۹۳)کیلوګرامه

مورفین (۱۰۷۶٫۶۳) کیلوګرامه

تریاک  (۲۹۴۳٫۶۴۴) کیلوګرامه

چرس (۹۰۲۴۵٫۱۴۴) کیلوګرامه

ښیښه ( ۱۹۴٫۳۰۵) کیلوګرامه

روان اړوونکی ګولی (ک) (۱٫۹۶۱) کیلوګرامه

تیزاب( ۳۹۷٫۵) لیتره

بنګدانه (۷۴۰۰)کیلوګرام

نوشادر(۱۲۰۰) کیلوګرامه

مایع کیمیاوی مواد (۳۸۲۱۴٫۴۳) لیتره

الکولی مشروبات (۸۹۶٫۵) لیتره

خشخاش(۶۴۰) کیلوګرامه

 هغه ولایتونه چې د (مرغومی - سلواغی - کب) میاشتو په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۷۶ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۵۲ قضیو په درلودلو سره د نشه یی توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۷ کال (تلی - لړم – لیندی) په اوږدوکې ټولټال د ۲۰۳ قضیو په تړاو۲۷۵ تنه د ۱۳تنه ښځو په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی و.

د یادونې وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوګرامه مورفین،لس ګرامه سنتیتیک مسکرات،۵ لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کوونکې،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړنو صلاحیت یي لري.