Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): کلنی راپور

کلنی راپور

 

د۱۳۹۶ کال په اوږدوکې ټولټال د ۵۶۸ قضیو په تړاو۷۴۱ تنه په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او له اړوند دوسیو سره یې دعدلي اوقضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز ته را لیږل شوی دي.

د یاد مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د  مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته استولی دي.

د نیول شویو په مینځ کی ۲۸ تنه ښځې،۸ تنه ایرانی،یوه تن پاکستانی او۵۹ تنه دولتي کارکوونکی او ۳۹ تنه محصلین او زدکوونکی شتون لری.

د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی ځآنګړی څارنوالی په دی موده کې ۵۸۱ دوسیې د تحقیق په مرحله کې،۵۸۲ دوسیې د ابتدایی مرحله کې،۳۴۴ دوسیې د استیناف په مرحله کې او ۲۲۳ دوسیې د نهایی په مرحله کې د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی قانون په رڼا کی بررسیي او تحقیق یې بشپړی کړي دي.

همدارنګه دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی څارنوالی په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د۱۳۹۶کال په لړکې۲۱۵عرادی موټره ،۹ عرادی موټرسایکلونه او ۷۲۱سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړي او (۴۵۴۳۲۱۰۴) نغدی افغانئ او (۲۵۵۰۲۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

 له بلخوا د ۱۳۹۶ لمریز کال په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۴۰۵ قضیو په اړوند یې قضایی پریکړه کړی چې په نتیجه کې ۶۷۱ تنه د ۷۰ تنه دولتی کارکوونکو،۴ تنه بهرنې وګړی او ۲۷ تنه زنانو په ګدون په حبس محکوم په سزا شوي او په دی موده کې ۴ تنه د موثق دلایلو نه شتون له کبله بی ګناه پیژندل شوی دي.

همدارنګه دځانګړی استیناف محکمی له لوری په یاد موده کې ۴۳۶تنه د ۱۴تنه ښځې، ۵۱تنه دولتی کارکوونکی او ۸ تنه بهرنې کسانو په ګډون محکوم په سزا شوی دي او په دی موده کې ۲۹ تنه د موثق دلایلو نه شتون له کبله بیګناه پیژندل شوی دي.

د۱۳۹۶ کال په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

هیرویین (۱۸۹۱،۶۰۵)کیلوګرامه

مورفین (۱۰۶۴۴،۹۶۹) کیلوګرامه

تریاک  (۲۴۴۰۵،۹۶۳) کیلوګرامه

چرس (۶۱۳۴۴) کیلوګرامه

شیشه (۱،۳۶۶) کیلوګرامه

جامد کیمیاوی مواد (۲۴۲۱۹،۲۰) کیلوګرامه

مایع کیمیاوی مواد (۳۴۳۷۵،۷۲۰) لیتره

الکولی مشروبات (۱۸۱۲۱،۱۰۴) لیتره

د هیرویینو د ویجاړولو (۱۲) کارخونئ

 هغه ولایتونه چې د ۱۳۹۶ کال  په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۲۰۰ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۰۵ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چې د ۱۳۹۶ کال په اوږدوکی د نشه یی توکو اومسکراتو هیڅ جرمی قضیې نه لري:

نورستان له هغه ولایتونو څخه شمیرل کیږی چې په دی موده کې هیڅ قضیه نه لری.

داپه داسي حال کې ده چې د۱۳۹۵ کال په اوږدوکې ټولټال د ۴۶۳ قضیو په تړاو۵۷۷ تنه په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او له اړوند دوسیو سره یې دعدلي اوقضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز ته را لیږل شوي وو.