تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی…

ادامه

دکب میاشتی راپور

2019-03-31 CNJC-LOGO

 

د۱۳۹۷ لمریزکال کب میاشتی په اوږدوکی د۷۳ قضیو په اړوند ۱۰۰ تنه د یوی ښځې او یوه پاکستانی وګړی په ګډون دمسکراتو اونشه یي توکو د قاچاق په تور دابتدایی اواستیناف ځانګړی محاکمو له لوری په علني قضایي جلسوکې له یوکال و او۶ میاشتې نه تر۲۱کال و نهه میاشتو پوری محکوم په سزا شوي.

دیادونئ وړده چې له یاد  تورن کسانو څخه ۲۳ تنه د۱۷ قضیو په تړاو دابتداییه محکمی له یوکال و ۶ میاشتې نه تر۲۱کال و نهه میاشتو پوری په سزا محکوم شوي اوهمدارنګه  د استیناف محکمی لخوا۷۷ تنه دیوی ښځې په ګډون د۵۶ قضیوپه اړوند په بیلابیلو تنفیذی حبس محکوم په سزا شویدي.

یاد کسان دامنیتي اوکشفی ارګانونو له خوا ۲۰۵کیلوګرامه هیرویین، څه باندې ۴۳کیلوګرامه مورفین،څه باندې ۲۵۱۳ کیلوګرامه تریاک، څه باندې ۱۹۰۱۹کیلوګرامه چرس، څه باندې ۲۷کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه) ،څه باندې ۵۶۲ لیتره الکولی مشروبات،۴۰ لیتره استیک انهایدرایت او ۱۰ ګرامه راون اړوونکی ګولی(ک) په تړاو دهیواد له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي او وروسته دعدلي اوقضایي څیړنو او پریکړو څخه د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلي او  قضایي مرکز لخوا محکوم په سزا پیژندل شوی دي.

دمسکراتو اونشه یي توکوپرضد دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزدځانګړی څارنوالی  په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د ۱۳۹۷لمریزکال دکب میاشتې په لړکې۳۹عرادی موټره،۳عراده موټرسایکل،۲۱ میله وسلئ او۱۲۸ سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړی او همدارنګه (۳۷۰۹۷۲) نغدی افغانی او(۱۰۱۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بل لوری په یاد موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له پریکړی نه وروسته د  ۱۴ قضیو پریکړی بشپیړی کړي.

په همدی موده کې ۱۱۲ تنه د ۶ ښځو په ګدون د ۱۰۰ قضیو په اړوند د نشه یي توکو د قاچاق په تور د هیواد امنیتی او کشفی ارګانونو لخوا نیول شوی او نسبتي دوسیو سره یې دمسکراتو او نشه یي تو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز ته استول شوی دي.

د ویلو ده چې د پورتنیومحکوم شویوکسانو په مینځ کې ۹ تنه چی غوښتل یی هیرویین،چرس  او ښیښه د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګر څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چې دامنیتي اوکشفي ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي.  

داپه داسي حال کې ده چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغی میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایي محکمي له لوری۳۶ تنه د ۶ ښځو په ګدون د۲۲ قضیو په تړاو له یوه کال و ۶ میاشتې نه تر۱۸ کال و حبس محکوم په سزا شوي او همدارنګه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا  ۴۸  تنه د۲۹ قضیو په اړوند په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوی وو. 

د یادونې وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوګرامه مورفین،لس ګرامه سنتیتیک مسکرات،۵ لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کوونکې،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړنو صلاحیت یي لري.