General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): موحد:۱۶۰۵ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور په ۱۳۹۷ کال کې محکوم په سزا شوی دي

موحد:۱۶۰۵ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور په ۱۳۹۷ کال کې محکوم په سزا شوی دي

2019-03-30 CNJC Photo

 

د۱۳۹۷ کال په اوږدوکې ټولټال د ۸۱۰ قضیو په تړاو۱۱۵۳ تنه په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او له اړوند دوسیو سره یې دعدلي اوقضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز ته را لیږل شوی دي.

د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد موحد نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبری ناسته کی وویل:د یاد مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د  مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته استولی دي.

د نیول شویو په مینځ کی ۵۵ تنه ښځې،۳ تنه بهرنئ وګړی،۴۷ تنه دولتي کارکوونکی او ۳۹ تنه محصلین او زدکوونکی شتون لری.

ښاغلي موحد زیاته کړه د پورتنیو نیول شویو کسانو په مینځ کې ۲۳۴ تنه چی غوښتل یي د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر څخه نشه یې توکې په سفری بکسونو او خیټی کې هندوستان،سعودی عربستان،متحده عربی امارات اودُبی هیوادونوته قاچاق کړي چې دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

د هغه په آن، همدارنګه دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی څارنوالی په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د۱۳۹۷کال په لړکې۲۴۸عرادی موټره ،۱۵ عرادی موټرسایکلونه ، ۱۱۶۹سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه او۵۹میله بیلابیل وسلئ چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړي او (۶۳۳۲۶۵۰) نغدی افغانئ او (۲۲۷۰۴۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

نوموړی دا هم وویل چې د ۱۳۹۷ لمریز کال په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۱۰۰۰ تنه د۳۸ دولتی کارکوونکی، ۴۴تنه ښځې  او ۵ بهرنئ وګړو په ګډون د۶۹۲ قضیو په اړوند له یوه کال و۶ میاشتې نه تر۲۱کال و نهه میاشتو حبس محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۶۰۵ تنه د۱۸تنه ښځې او۲۹تنه دولتي کارکوونکو په ګډون د۴۷۱ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي. 

په یاده موده کې دځانګړی ابتدایی محکمی له لوری ۱۷ تنه د ۳ تنه ښځې ،۳ تنه دولتی کارکوونکی او ۱۱ تنه عادی کسانو په ګډون بیګناه پیژندل شوي.

همدارنګه دځانګړی استیناف محکمی له لوری په یاد موده کې ۶۴تنه د یوی ښځې، ۱۵تنه دولتی کارکوونکی او ۴۸ تنه عادی کسانو په ګډون بیګناه پیژندل شوی دي

له بل لوری د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلئ وروسته د۲۶۰ قضیو پریکړې بشپیړی کړي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز ویاند زیاته کړه چې د۱۳۹۷ کال په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات،نشه یې توکی او روان اړوونکي ګولی تابلیت (K) چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

هیرویین (۲۲۲۶٫۹۶۱)کیلوګرامه

مورفین (۶۲۴۱٫۷۸) کیلوګرامه

تریاک  (۱۱۱۴۹٫۰۸۷) کیلوګرامه

چرس (۲۱۳۱۷۰٫۰۵۳) کیلوګرامه

شیشه ( ۲۹۴٫۸۸۸) کیلوګرامه

(۹۵۰) لیتره ۵فیصده بیر

روان اړوونکی ګولی ک (۴۳٫۰۷۵) کیلوګرامه

تیزاب( ۳۷۱۷) لیتره

بنګدانه (۲۲۴۰۰)کیلوګرامه

اسیتون(۱۱۹۱۰) لیتره

تولوین(۶۸۱۸۵) لیتره

جامد کیمیاوی مواد ک (۴۷۲۱۸،۹۱۳) کیلوګرامه

مایع کیمیاوی مواد ( ۳۸۲۱۴٫۴۳) لیتره

الکولی مشروبات (۹۸۸۲٫۴) لیتره

خشخاش(۱۴۶۴۰)کیلوګرامه

نوشادر(۱۲۴۰) کیلوګرامه

کرستال(۲۷) کیلوګرامه

 هغه ولایتونه چې د ۱۳۹۷ کال  په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۳۱۰ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۳۰ قضیو په درلودلو سره د نشه یی توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسي حال کې ده چې د۱۳۹۷ کال په اوږدوکې ټولټال د ۵۶۵ قضیو په تړاو۷۴۱ تنه په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز ته را لیږل شوي وو.

د یادونې وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوګرامه مورفین،لس ګرامه سنتیتیک مسکرات،۵ لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کوونکې،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړنو صلاحیت یي لري.