General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۳۵تنه قاچاق وړونکې تر۲۰کالو حبس محکوم په سزا شول

۳۵تنه قاچاق وړونکې تر۲۰کالو حبس محکوم په سزا شول

2019-03-19 CNJC Photo

 

 دتیرو۷ورځو په ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایي جلسو کې ۳۵ تنه د یوی ښځي او یوه پاکستانی وګړی په ګدون د۲۵ قضیو په اړوند له ۴کالو څخه تر۲۰ کالو حبس محکوم په سزا شوي.

یاد کسان دامنیتي او کشفی ارګانونو له خوا د څه باندې ۶۹ کیلوګرامه هیرویین،۳۰کیلوګرامه مورفین،څه باندې۹۶۶ کیلوګرامه تریاک،۳۸۹۲ کیلوګرامه چرس،څه باندې ۹ کیلو ګرامه مت امفتامین(ښیښه) اوڅه باندې۵۶۲ لیتره  الکولی مشروباتو په تړاو دهیواد  له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي او دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیو سره یې دغه مرکز ته استول شوي و.

په یاد وخت کې کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق د۲۰ قضیو په اړوند ۲۷ تنه تورن د یوی ښځې په ګډون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیلو ولایاتوڅخه نیول شوي او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۳ تنه هغه کسان شتون لري چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي  توکي(هیرویین) په خیټه او سفری بکسو کې یې هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یي لري.

دا په داسي حال کې ده چې دوه اوونئ مخکي هم دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایي جلسو کې ۳۱ تنه د ۲۰ قضیو په اړوند له ۵ کالو نه تر۲۱ کالو نه میاشتی حبس محکوم په سزا شوي و.