General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د نشه یي توکو د ۲۱ جرمی قضیو مصادره شوی پیسې دافغانستان بانک ته وسپارل شوې

د نشه یي توکو د ۲۱ جرمی قضیو مصادره شوی پیسې دافغانستان بانک ته وسپارل شوې

2019-03-02 CNJC Photo

 

:  د تیرې اونۍ په ترڅ کې د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد دمبارزی ځانګری عمومی څارنوالی په ولاندیځ (۱۳۷۵۳۶)نغدی افغانی او(۲۱۵۰) نغدی امریکایی ډالره چې د نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و د محاکمو د حکم پربنسټ مصادره او د یادی څارنوالی په قطعی حساب دافغانستان بانک ته وسپارل شو.

د مصادره شویو پیسو سربیره ۶ عرادی موټره،یوه عراده موټرسایکل،۱۷ سیته ګرځنده موبایلونه او ۹ میله وسلئ چې ۱۷تورنو د یوه دولتی کارکونکی پوری تړاو لری د نشه یي توکو او مسکراتو د قاچاقو قضیو په اړوند د امنیتی او کشفی ارګانو لخوا کشف او ترلاسه شوی دي.

د مسکراو او نشه یی توکو پرضد دمبارزی قانون د ۳۲ مادی پربنسټ((مخدره توکي اومسکرات هغه وسایل اوتجهیزات چې د هغوي په برابرولو،تولید او پروسس کې کارول کیږي او نور هغه وجوه اومنقولې او غیر منقولې شتمنئ چې د مخدره توکو او مسکراتو د جرمونو په ارتکاب کې په  کار وړل شوي یا د هغه له ارتکاب څخه ترلاسه شوي او یاد هغه د ارتکاب په قصد برابر شوي وي،مصادره کیږي.))

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د لابراتوار،بررسی او تدقیق لوی مدیریت چی د نشه یی توکو په اړوند د تورنو قضیی په یوه اونئ کې د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه ترلاسه کړی و د ۷۲ ساعتو په ترڅ کې لمړنی څیړنی بشپړی کړی او د عدلي موخی له پاره ځانګړی څارنوالی ته سپارلی دي.

د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی تحقیق څارنوالی ریاست په دی موده کی د ۱۷ قضیو څیړنی بشپړی کړی او د اتهانامی ترتیبولو له پاره ابتدایی څآرنوالی ته لیږلی.

همدارنګه د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی ابتدایی څآرنوالی لخوا د نشه یي توکو د قاچاق ۱۱ قضیي د ۱۵ تنو تورنو سره د څیړنو وروسته د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد دمبارزی ځانګړی ابتدایی محکمی ته استولي.

له بل لوری د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی استیناف څارنوالی په یاد شوی موده کې د نشه یي توکو ۲۰ قضیی څیړنی د ۲۹ تنو تورنو په ګدون یی بشپړی کړی او د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد مبارزی ځانګړی استیناف محکمی ته ولاندی کړی دي.

په همدی موده کې نهایی څارنوالی ۱۰ قضیی چې پر د ابتدایی او استیناف محاکمو له لوری بشپړی شوی د ستری محکمی عامه امنیت دیوان ته لیږل شوی.

دا په داسي حال کې ده چې د نظارت څارنوالی په دی موده کې له تشریح پروسی نه، د نشه یي توکو د قاچاق له قضیو څخه د سمپل اخیستلو،دعریضو بررسی او د خلکو له شکایتو څخه څیړنی او نظارت یي کړی.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.