General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دمسکراتو اونشه توکو دقاچاق په تور۹تنه به سزا محکوم شول

دمسکراتو اونشه توکو دقاچاق په تور۹تنه به سزا محکوم شول

2019-02-26 Prisoner.jpg

 

دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۹ تنه د۷ قضیو په اړوند محکوم په سزا شوی دی.

یاد کسان دامنیتی اوکشفی ارګانونو له خوا ۹کیلوګرامه هیرویین،څه باند۷کیلو ګرامه مت امفتامین(ښیښه)،۲۱ګرامه مورفین په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.

تورن کسان د یاد مرکز د ځانګړی څارنوالئ څیړنو وروسته د اړوندو محاکمو لخوا محکوم په سزا شوی دي.

په یاد وخت کی کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۳۵ قضیو په اړوند ۳۵ تنه مظنون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۴ تنه هغه کسان دی چی  د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری اوهوډ  یی درلودل چې هیرویین،ښیښه اوچرس له دی لاری څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چی دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

دا په داسی حال کی ده چی په تیرو دوه اونی مخکی هم دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۲۷ تنه د ۱۴ قضیو په اړوند له یوکال او۶ میاشتو تر۱۸ کالو حبس محکوم په سزا شوی وو.