General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دمسکراتو او نشه یی توکو سره دمبارزی عدلی او قضایی مرکز۲۱تنه په سزا محکوم کړل

دمسکراتو او نشه یی توکو سره دمبارزی عدلی او قضایی مرکز۲۱تنه په سزا محکوم کړل

2019-01-09 CNJC Photo

 

دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۲۱ تنه د۱۵ قضیو په اړوند له ۱کال او۶ میاشتی تر۵ کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.

یاد کسان دامنیتی اوکشفی ارګانونو له خوا دڅه باندی ۲۵۶ کیلوګرامه هیرویین، څه باندی ۳۱ کیلوګرامه مورفین ، ۱۰۹ کیلوګرامه چرس اوڅه باندی ۱ کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه) په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

دا په داسی حال کی ده چی په تیرو دوه اونی مخکی هم دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۲۹ تنه د۱۸ قضیو په اړوند له ۱کال او۶ میاشتی تر۱۷کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.