Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دلیندی میاشتې راپور

دلیندی میاشتې راپور

2018-12-25 CNJC-LOGO

 

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتدایی او استیناف محاکمو میاشتنې راپور

د پولیسو د تدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۷ کال د لیندی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۷۸ قضیو په تړاو۸۵ تنه د ۳ ښځو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویوکسانو په مینځ کې ۱۶ تنه د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری چې قاچاق وړونکو هوډ درلودل چې نشه یې توکې له دی لاری څخه هندوستان اوسعودی عربستان هیوادونو ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.

دمسکراتو اونشه یی توکوسره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی څارنوالی  په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د ۱۳۹۷لمریزکال لیندی میاشتې په لړکې۱۳عرادی موټره،۱عرادی موټرسایکلونه ،۱۸ میله وسلی، ۷۹ سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۷۳۴۷۰) نغدی افغانی او(۴۴۶۲) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی او د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ۱۳۹۷ لمریز کال د لیندی میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۲۶ تنه د۲۱ قضیو په تړاو له یوه کال او۶ میاشتی تر۲۰ کالو حبس محکوم په سزا شوی او همدارنګه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا  ۴۳  تنه د۳۴ قضیو په اړوند په بیلابیل تنفیذی بند محکوم په سزا شوی . 

یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۸۶۷کیلوګرامه هیرویین، ۱۲۵۵ کیلوګرامه مورفین ، څه باندی ۳۱۹ کیلوګرامه تریاک ، څه باندی ۱۹۸۷ کیلوګرامه چرس، څه باندی ۱۱کیلو ګرامه مت امفتامین (ښیښه) ،۲۰۹ لیتره کیمیاوی مواد ،۳۴۵۴ لیتره الکولی مشروبات اوڅه باندی ۲ کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی (K)  په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.

 

له بل لوری په یاد موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د  ۸قضیو فیصلی بشپیړی کړي.

د۱۳۹۷ کال د لیندی میاشتي په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی یی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

 (۱۸۸،۴۷۷) کیلوګرامه هیروئین

(۱۷۵۰) کیلوګرامه مورفین

 (۱۹۶،۱۱۷) کیلوګرامه تریاک

(۸۸۷۲۱،۶۹۹) کیلوګرامه چرس

(۳۵) کیلوګرامه ښیښه

(۱۷۳۰) لیتره تیزاب

 (۲۴۹۱) قرصه روان اړوونکی ګولی(k)

 (۱۱۹۱۰)لیتره اسیتون

(۶۸۱۸۵) لیتره تولوین

هغه ولایتونه چې د لیندی میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د۳۳ قضیواوننګرهارولایت د۱۰ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کی ده چی  د۱۳۹۷ لمریزکال د لړم میاشت په اوږدوکې ټولټال د ۶۹ قضیو په تړاو۱۰۹ تنه د ۸ ښځو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی و.

د یادونې  وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوګرامه مورفین،لس ګرامه سنتیتیک مسکرات،۵ لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کوونکې،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړونو صلاحیت یي لري.