Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دلړم میاشتی راپور

دلړم میاشتی راپور

2018-11-24 CNJC-LOGO

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتدایی او استیناف محاکمو میاشتنې راپور

 

د پولیسو د تدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۷ کال د لړم میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۶۹ قضیو په تړاو۱۰۹ تنه د ۸ ښځو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویوکسانو په مینځ کې ۳۲ تنه د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری چې قاچاق وړونکو هوډ درلودل چې نشه یې توکې له دی لاری څخه هندوستان،سعودی عربستان اومتحده عربی امارات هیوادونو ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.

دمسکراتو اونشه یی توکوسره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی څارنوالی  په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د ۱۳۹۷لمریزکال دلړم میاشتې په لړکې۲۳عرادی موټره،۱عرادی موټرسایکلونه ،۲ میله وسلی، ۱۱۸ سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۲۶۳۳۳۰) نغدی افغانی او(۴۲۴۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی او د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ۱۳۹۷ لمریز کال د لړم میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۳۳ تنه دیوی ښځی په ګډون د۱۸ قضیو په تړاو له یوه کال او۶ میاشتی تر۱۸کالو حبس محکوم په سزا شوی او همدارنګه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۵۱ تنه د۳۵ قضیو په اړوند په بیلابیل تنفیذی بند محکوم په سزا شوی . 

یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۲۵۱کیلوګرامه هیرویین، ۷۵۲۳ کیلوګرامه مورفین ، څه باندی ۱۶۱۴ کیلوګرامه تریاک ، څه باندی ۹۹۳ کیلوګرامه چرس، ۷۴۶ ګرامه مت امفتامین (ښیښه) ،۱۲کیلوګرامه کیمیاوی مواد او۱۸۸ لیتره استیک انهایدراید په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.

له بل لوری په یاد موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د ۲۸قضیو فیصلی بشپیړی کړي.

د۱۳۹۷ کال د لړم میاشتي په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی یی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

 (۱۳۱،۵۱۵) کیلوګرامه هیروئین

(۵۰،۰۵) کیلوګرامه مورفین

 (۱۳۸،۵۳۳) کیلوګرامه تریاک

(۹۴۴۱،۸۲۵) کیلوګرامه چرس

 (۳۸۲۴) قرصه روان اړوونکی ګولی(k)

 (۹۵۰) لیتره ۵ فیصده بیر

هغه ولایتونه چې د لړم میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د۳۲ قضیواوننګرهارولایت د۸ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کی ده چی  د۱۳۹۷ لمریزکال دتلی میاشت په اوږدوکې ټولټال د ۵۶ قضیو په تړاو۸۱ تنه د ۲ ښځو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی و.

د یادونې  وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوګرامه مورفین،لس ګرامه سنتیتیک مسکرات،۵ لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کوونکې،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړونو صلاحیت یي لري.