General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دمسکراتو اونشه یی توکو ۲۳ تنه قاچاق وړونکی محکوم په سزا شول

دمسکراتو اونشه یی توکو ۲۳ تنه قاچاق وړونکی محکوم په سزا شول

2018-10-30 CNJC Photo

 

دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۲۳ تنه د۱۳ قضیو په اړوند له یوکال او۶ میاشتی  تر۱۸ کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.

یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۴کیلوګرامه هیرویین  ،څه باندی ۳۶۲ کیلوګرامه تریاک ، څه باندی ۲۱۴کیلوګرامه چرس ، ۱۱۶ ګرامه مت امفتامین(ښیښه) په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

په یاد وخت کی  دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۱۴ قضیو په اړوند ۲۵ تنه مظنون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱۱ تنه هغه کسان دی چی  د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری اوهوډ  یی درلودل چې هیرویین اوچرس له دی لاری څخه هندوستان اودبی هیوادونو ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.

تورن کسان د کابل ،ننګرهار،کاپیسا،ارزګان،بغلان اوخوست ولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیول شوی دي.

له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی ۳۷کیلوګرامه هیرویین ، ۲۴ کیلوګرامه تریاک ،څه باندی ۱ کیلوګرامه چرس،۳۵۴۸ قرصه روان اړوونکی ګولی (ک)،۱۵۰۰۰ کیلوګرامه بنګدانه،څه باندی ۱۱ لیتره الکولی مشروبات ، ۲۴۵۴۴۷ افغانی  ،۴۰۰ امریکایی ډالره ،۵۴۵۵۰ پاکستانی کلداری ،۳۰ سیټه ګرځنډه ټیلفونونه او۵عرادی موټره کشف او ضبط شوي دی.