General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د۵۶ قضیو په اړوند ۸۱ تنه قاچاق وړونکې نیول شوی دي

د۵۶ قضیو په اړوند ۸۱ تنه قاچاق وړونکې نیول شوی دي

2018-10-23

 

د پولیسو د تدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۷ کال د تلی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۵۶ قضیو په تړاو۸۱ تنه د ۲ ښځو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویوکسانو په منځ کې ۳۴ تنه د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری چې غوښتل یي له دی لاری څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

دمسکراتو اونشه یي توکوسره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی څارنوالی  په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د ۱۳۹۷لمریزکال دتلی میاشتې په لړکې۱۱عرادی موټره،۳عرادی موټرسایکلونه ،۱ میله وسلی، ۸۶ سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۸۰۷۱۳۶) نغدی افغانی او(۲۶۵۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی او د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ۱۳۹۷ لمریز کال د تلی میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۳۳ تنه د۲ ښځو په ګډون د۲۴ قضیو په تړاو له یوه کال او۶ میاشتی تر۱۶کالو حبس محکوم په سزا شوی او همدارنګه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۲۷ تنه دیوی ښځی په ګډون د۱۵ قضیو په اړوند په بیلابیل تنفیذی بند محکوم په سزا شوی . 

یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۲۵۰کیلوګرامه هیرویین، ۴ کیلوګرامه مورفین ، څه باندی ۲۶۹ کیلوګرامه تریاک ، څه باندی ۱۴۷۶ کیلوګرامه چرس، څه باندی ۲ کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه) ،څه باندی ۲ کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی ، ۱۳۹۰ لیتره تخمرشوی ممیزاو ایتانول او۳۳۳۰ لیتره الکولی مشروبات په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.

له بل لوری په یاد موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د ۳۰ قضیو فیصلی بشپیړی کړي.

د۱۳۹۷ کال د تلی میاشتي په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی یی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

 (۱۱۴،۲۲۲ ) کیلوګرامه هیروئین

(۱۳) کیلوګرامه مورفین

 (۵۳۲،۹۱) کیلوګرامه تریاک

(۸۶۹،۹۹۲) کیلوګرامه چرس

 (۱،۰۹۶) کیلوګرامه ښیښه

(۶۶۲۸) قرصه روان اړوونکی ګولی(k)

 (۱۵۰۰۰) کیلوګرامه بنګدانی

هغه ولایتونه چې د تلی میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د۲۸ قضیواوننګرهارولایت د۷  قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چې د تلی میاشت کې هیڅ قضیی نه لري:

لوګر،خوست،دایکنډی،نورستان،پنجشیر،زابل،وردک،سمنګان،پکتیکا،پکتیا،لغمان،کندز،کنر،غور،غزنی،بغلان،بادغیس اوبدخشان ولایتونه د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.

دا په داسی حال کی ده چی  د۱۳۹۷ لمریزکال دوږی میاشتی  په اوږدوکې ټولټال د ۶۳ قضیو په تړاو۸۴ تنه د ۵ ښځو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی و.

د یادونې  وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوګرامه مورفین،لس ګرامه سنتیتیک مسکرات،۵ لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کوونکې،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړونو صلاحیت یي لري.