Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د تلی میاشتي راپور

د تلی میاشتي راپور

2018-10-23 CNJC-LOGO

 

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتدایی او استیناف محاکمو میاشتنې راپور

د پولیسو د تدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۷ کال د تلی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۵۶ قضیو په تړاو۸۱ تنه د ۲ ښځو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویوکسانو په مینځ کې ۳۴ تنه د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری چې قاچاق وړونکو هوډ درلودل چې نشه یې توکې له دی لاری څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.

دمسکراتو اونشه یی توکوسره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی څارنوالی  په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د ۱۳۹۷لمریزکال دتلی میاشتې په لړکې۱۱عرادی موټره،۳عرادی موټرسایکلونه ،۱ میله وسلی، ۸۶ سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۸۰۷۱۳۶) نغدی افغانی او(۲۶۵۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی او د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ۱۳۹۷ لمریز کال د تلی میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۳۳ تنه د۲ ښځو په ګډون د۲۴ قضیو په تړاو له یوه کال او۶ میاشتی تر۱۶کالو حبس محکوم په سزا شوی او همدارنګه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۲۷ تنه دیوی ښځی په ګډون د۱۵ قضیو په اړوند په بیلابیل تنفیذی بند محکوم په سزا شوی . 

یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۲۵۰کیلوګرامه هیرویین، ۴ کیلوګرامه مورفین ، څه باندی ۲۶۹ کیلوګرامه تریاک ، څه باندی ۱۴۷۶ کیلوګرامه چرس، څه باندی ۲ کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه) ،څه باندی ۲ کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی ، ۱۳۹۰ لیتره تخمرشوی ممیزاو ایتانول او۳۳۳۰ لیتره الکولی مشروبات په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.

له بل لوری په یاد موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د ۳۰ قضیو فیصلی بشپیړی کړي.

د۱۳۹۷ کال د تلی میاشتي په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی یی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

 (۱۱۴،۲۲۲ ) کیلوګرامه هیروئین

(۱۳) کیلوګرامه مورفین

 (۵۳۲،۹۱) کیلوګرامه تریاک

(۸۶۹،۹۹۲) کیلوګرامه چرس

 (۱،۰۹۶) کیلوګرامه ښیښه

(۶۶۲۸) قرصه روان اړوونکی ګولی(k)

 (۱۵۰۰۰) کیلوګرامه بنګدانی

هغه ولایتونه چې د تلی میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د۲۸ قضیواوننګرهارولایت د۷  قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چې د تلی میاشت کې هیڅ قضیی نه لري:

لوګر،خوست،دایکنډی،نورستان،پنجشیر،زابل،وردک،سمنګان،پکتیکا،پکتیا،لغمان،کندز،کنر،غور،غزنی،بغلان،بادغیس اوبدخشان ولایتونه د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.

دا په داسی حال کی ده چی  د۱۳۹۷ لمریزکال دوږی میاشتی  په اوږدوکې ټولټال د ۶۳ قضیو په تړاو۸۴ تنه د ۵ ښځو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی و.

د یادونې  وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوګرامه مورفین،لس ګرامه سنتیتیک مسکرات،۵ لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کوونکې،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړونو صلاحیت یي لري.