General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دیارلس تنه قاچاقچیان تر ۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شول

دیارلس تنه قاچاقچیان تر ۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شول

2018-10-16 Prisoner.jpg

 

دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایي جلسو کې د۱۰ قضیو په اړوند ۱۳ تنه دیوی ښځئ په ګډون له ۵ کاله تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوی دي.

یاد کسان دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۱۲کیلوګرامه هیرویین ،۴کیلوګرامه مورفین،څه باندی ۴۵ کیلوګرامه تریاک ، څه باندی ۱۴۴کیلوګرامه چرس ، ۹۷۷ ګرامه مت امفتامین(ښیښه)اویوه کیلوګرامه پاپاورین،ترکوتین،تبائین نباتات په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیو سره یي دغه مرکز ته استول شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یي لري.

په یاد وخت کې  دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق د۱۵ قضیو په اړوند ۲۳ تنه مظنون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۹ تنه هغه کسان شامل دي چې غوښتل یي د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر څخه هیرویین اوچرس هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته ونیول شول.

تورن کسان د کابل ،هرات،ننګرهار،کندهار،پروان اوجوزجان ولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیول شوی دي.

له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی ۴۸ کیلوګرامه هیرویین،۷ کیلوګرامه مورفین،څه باندی ۳۶ کیلوګرامه تریاک ،څه باندی ۵۳۰ کیلوګرامه چرس،۵۳۶۶ قرصه روان اړوونکی ګولی (ک) ، ۲۳۰۰۰ افغانی  ،۱۹۰۰ امریکایی ډالره،۲۰۰۰۰ هندی کلداری،۶۶۴۰ پاکستانی کلداری،۱۰۵۰ ایرانی تومان ،۱۹ سیټه ګرځنډه ټیلفونونه،۵ میله وسلی او۷عرادی موټره کشف او ضبط شوي دی.