Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د وږی میاشتی راپور

د وږی میاشتی راپور

2018-09-25 CNJC-LOGO

 

د پولیسو د تدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۷ کال د وږی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۶۳ قضیو په تړاو۸۴ تنه د ۵ ښځو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویوکسانو په مینځ کې ۱۹ تنه د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری چې قاچاق وړونکو هوډ درلودل چې نشه یې توکې له دی لاری څخه هندوستان،سعودی عربستان اودوبی هیوادونو ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.

دمسکراتو اونشه یی توکوسره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی څارنوالی  په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د ۱۳۹۷لمریزکال دوږی میاشتې په لړکې۲۳عرادی موټره، ،۲ میله وسلی، ۹۴ سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۴۴۰۰۰) نغدی افغانی او(۶۰۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی او د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ۱۳۹۷ لمریز کال د وږی میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری۵۲ تنه د۲ښځو په ګډون د۳۴ قضیی په اړوند له یوه کاله تر۲۰کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.

یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۱۳۳۳کیلوګرامه هیرویین، ۵۴ کیلوګرامه مورفین ، ۱۱۱۱ کیلوګرامه تریاک ، ۲۰۵۵ کیلوګرامه چرس، ۴،۵ لیتراستیک انهایدراید ،۱۸۹ لیترمایع کیمیاوی مواد او۴۴۳گرامه ښیښه ، په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.

له بل لوری په یاد موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د ۱۵ قضیو فیصلی بشپیړی کړي.

د۱۳۹۷ کال د وږی میاشتي په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی یی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

 (۱۸۲،۷۷۴ ) کیلوګرامه هیروئین

 (۲۷۹،۲۳) کیلوګرامه تریاک

(۱۶۲۳،۷۲) کیلوګرامه چرس

 (۷،۰۵۷) کیلوګرامه ښیښه

(۶۸۲) قرصه روان اړوونکی ګولی(k)

 (۱۲۵۰) کیلوګرامه بنګدانی

(۴۴۹،۵) لیتره الکولی مشروبات

(۶،۸۱۶) کیلوګرامه نا څرګند مواد

(۷۰۰) لیتره تیزاب 

هغه ولایتونه چې د وږی میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د۱۹ قضیواوهلمند ولایت د۷  قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چې د وږی میاشت کې هیڅ قضیی نه لري:

خوست،نورستان،پنجشیر،زابل،سمنګان،پکتیکا،پکتیا،ارزګان،کنر،کاپیسا،غور،غزنی،فاریاب،فراه اوبادغیس ولایتونه د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.

دا په داسی حال کی ده چی  د۱۳۹۷ لمریزکال دزمری میاشتی  په اوږدوکې ټولټال د ۳۹ قضیو په تړاو۵۶ تنه د ۴ ښځو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی و.

د یادونې  وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوګرامه مورفین،لس ګرامه سنتیتیک مسکرات،۵ لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کوونکې،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړونو صلاحیت یي لري.