Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دزمری میاشتی راپور

دزمری میاشتی راپور

2018-08-26 CNJC-LOGO

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتدایی او استیناف محاکمو میاشتنې راپور

د پولیسو د تدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د۱۳۹۷ لمریزکال د زمری میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۳۹ قضیو په تړاو۵۶ تنه د ۴ ښځو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویوکسانو په مینځ کې ۱۰ تنه د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری چې قاچاق وړونکو هوډ درلودل چې نشه یې توکې له دی لاری څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.

دمسکراتو اونشه یی توکوسره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی څارنوالی  په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د ۱۳۹۷لمریزکال دزمری میاشتې په لړکې۲۳عرادی موټره،۲ عرادی موټرسایکلونه،۲ میله وسلی، ۹۴ سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۱۳۶۰۰) نغدی افغانی او(۱۹۲۸۶۷) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی او د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ۱۳۹۷ لمریز کال د زمری میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری۷۹ تنه د۵۷ قضیی په اړوند له یوه کاله تر۲۰کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.

یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۱۰۰۰کیلوګرامه هیرویین، ۱۱۶کیلوګرامه مورفین ، ۲۵۹ کیلوګرامه تریاک ، ۲۵۸۷ کیلوګرامه چرس، ۵۹۰ ګرامه مت امفتامین،۱۶۱۴ لیتراستیک انهایدراید ،۱۲۲۴ لیتره الکولی مشروبات ،۶۰۰ لیتره هایدرایدکلوریک او۲کیلوگرامه روان اړوونکی ګولی، په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.

له بل لوری په یاد موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د ۱۵ قضیو فیصلی بشپیړی کړي.

د۱۳۹۷ کال د زمری میاشتي په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی یی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

 (۶۴،۱۱۴ ) کیلوګرامه هیروئین

 (۲۴۰،۲۸) کیلوګرامه تریاک

(۸۷۷،۴۸۷) کیلوګرامه چرس

 (۱۷،۰۸۹) کیلوګرامه ښیښه

(۲۸۳) قرصه روان اړوونکی ګولی(k)

 (۱۴۰۰۰) کیلوګرامه خشخاش

(۵۱۷۸،۹) لیتره الکولی مشروبات

هغه ولایتونه چې د زمری  میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل اوننګرهارولایتونه له ۱۱- ۱۱ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چې د زمری میاشت کې هیڅ قضیی نه لري:

دایکندی،پنجشیر،وردک،ارزګان،تخار،بامیان،لوګر،بادغیس،زابل،سمنګان،پکتیکا،نورستان ،پکتیا،خوست،نیمروز،غزنی،سرپل،بادغیس،فاریاب،فراه،کنر،جوزجان،کندز اوغورولایتونه د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.

دا په داسی حال کی ده چی  د۱۳۹۷ لمریزکال دچنګاښ میاشتی  په اوږدوکې ټولټال د ۵۷ قضیو په تړاو۷۷ تنه د ۵ ښځو اویوی ایرانی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی و.

د یادونې  وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوګرامه مورفین،لس ګرامه سنتیتیک مسکرات،۵ لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کوونکې،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړونو صلاحیت یي لري.