Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دچنګاښ میاشتی راپور

دچنګاښ میاشتی راپور

2018-07-23 CNJC LOGO

 

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتدایی او استیناف محاکمو میاشتنې راپور

د۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۵۷ قضیو په تړاو۷۷ تنه د ۵ ښځو اویوی ایرانی وګړی  په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویوکسانو په مینځ کې ۱۹ تنه د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری چې قاچاق وړونکو هوډ درلودل چې نشه یې توکې له دی لاری څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.

دمسکراتو اونشه یی توکوسره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی څارنوالی  په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د ۱۳۹۷لمریزکال دچنګاښ میاشتې په لړکې۸ عرادی موټره، ۵۸ سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۵۰۱۸۵) نغدی افغانی او(۵۰۵۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی او د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری۶۲ تنه د۴۲ قضیی په اړوند له یوه کاله اویوی میاشتی تر۱۶کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.

یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۸۱ کیلوګرامه هیرویین،څه باندی ۲۸کیلوګرامه مورفین ، څه باندی ۱۴۷۱ کیلوګرامه تریاک ، ۲۳۹۵ کیلوګرامه چرس،۳۱۱۰ کیلوګرامه بنګ دانه، او ۳۵۶۱ ګرامه مت امفتامین،څه باندی ۶۵کیلوگرام اسیدکلورایداوڅه باندی ۲۴ لیتره سودیم کارونیت کاربن په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.

له بل لوری په یاد موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د ۱۵ قضیو فیصلی بشپیړی کړي.

د۱۳۹۷ کال د چنګاښ میاشتي په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی یی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

 (۱۳۳،۳۱ ) کیلوګرامه هیروئین

 (۳۷۸،۵۳۳) کیلوګرامه تریاک

(۳۰۵،۱۵۶) کیلوګرامه چرس

(۳۱،۹ ) کیلوګرامه کیمیاوی جامد مواد 

(۲۵،۵۶۳) کیلوګرامه ښیښه

 (۲۳۵) لیتره تیزاب

(۳۰) قرصه روان اړوونکی ګولی(k)

هغه ولایتونه چې د چنګاښ  میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت له ۲۰ قضیو سره اوکندهاراوهلمند ولایتونه له ۴-۴ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چې د چنګاښ میاشتي کې هیڅ قضیی نه لري:

لوګر،دایکندی،نورستان،پنجشیر،زابل،وردک،تخار،سمنګان،پکتیکا،ارزګان،کاپیسا،غور،بامیان،بادغیس اوبدخشان د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.

دا په داسی حال کی ده چی  د۱۳۹۷ لمریزکال دغبرګولی میاشتی  په اوږدوکې ټولټال د ۶۷قضیو په تړاو۹۲ تنه د ۶ ښځو،۱تن  دولتی کارکونکی اویوی ایرانی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی و.

د یادونې  وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوګرامه مورفین،لس ګرامه سنتیتیک مسکرات،۵ لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کوونکې،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړونو صلاحیت یي لري.