General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): کابل کې د نشه یي توکو د انځور لومړنی نندارتون پرانیستل شو

کابل کې د نشه یي توکو د انځور لومړنی نندارتون پرانیستل شو

2018-07-01 CNJC Photo

 

دنشه یي توکو او مسکراتو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز د آزادو خبریالانو د ملاتړ بنسټ (نی)په مرسته د باغ بابر د ملکی په قصر کې د نشه یي توکو دکښت،تولید،لیږد را لیږد اوټولنیزو چارو کي د نشه یي توکو د اضرارو په اړوند د انځور لومړنی نندارتون د دریوو ورځو له پاره پرانیستل شوی و.

یاد نندارتون دروان لمریزکال دچنګاښ میاشت په ۶مه نیټه دملکی اونظامی لوړپوړی دولتی چارواکو ، رسنی ،مدنی فعالین اوهغه انځوراخیستونکي چې په د انځور اخیستلو په سیالی ګدون کری وو برخه اخیستی وه.

څارنپوه نورحبیب جلال دافغانستان دلوی څارنوالی دتحقیق مرستیال دمخدره توکو دکښت،تولید اوقاچاق او په نشه یي توکو د روږدوکسانو د زیاتیدو په اړه اندیښنه وښوده اوزیاته کړه چې ددغی منفوری پدیدی اضرار دافغانستان بیچاره او غریبو خلکوته متوجه ده.

دښاغلی جلال په خبره دمخدره توکو سره مبارزه آسانه اوساده کار نه ده خو بیا هم ذیربطو وزارتونو  او بنسټونو باید په دی برخه کې ګړندی ګامونه پورته کړي ترڅو دافغانستان غم ځپلی وګړی له دی زیات متضرره نه شي.

دلوی څارنوالی مرستیال همدارنګه دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزد کړونو څخه مننه وکړه او وویل چې دغه بنسټ باید دمشرانو اوپوهو خلکو دسلا اومشوری سره ددغی سره نوره هم ګړندی ګامونه اوچت کړی. 

نوموړی دځوانانو وڼده دعامه پوهاوی په برخه کې اړین وبلله اوزیاته کړه چې دافغانستان ځوان نسل غواړی چې دمسکراتو اونشه یي توکو داضرارو نه په امان پاتی شي اوپه خپل ټولنه کې د ژوند په هره برخه کې سرلوړی اوسی.

له بل لوری د کورنیو چارو  وزارت د نشه یي توکو پرضد د مبارزی مرستیال لوی پاسوال عبدالخلیل بختیار په هیواد کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو شمیر مخ په زیاتیدو وبلل او هیله څرګنده کړه چې اوس مهال ټول خلک د نشه یي توکو پروړاندی همغږی لري. 

د ښاغلی بختیار په آن، په هیواد کې د نشه یي توکو پروړاندی همغږی له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږی.

د نندارتون په اوږدوکی د سولی د عالي شورا غړی جمال الدین بدر خبری وکړی او وویل چې مخدره توکی نه یواځی د اسلام له  نظره جرام بلل شوی بلکی د اسلام نه په غیر هم ورته په بدو سترګو کتل کیږي.

ښاغلی بدر زیاته کړه چې افغانستان کې  د نشه یي توکوکښت،تولید او قاچاق پروړاندی په تیرو کلونو کې هم مبارزه شوی ده ولی د نشه یي توکو ستونزه یواځی د افغانستان پوری اړه نه لری د دغی شومی پدیدی په قاچاق کې بهرنیان هم لاس لري. 

احمد رامش او میرمن ذکیه د عامو خلکو له جملی څخه چې له نندارتون څخه لیدنه کوله  وویل که څه هم په نشه یي توکو د روږدو کسانو شمیر ورځ تر بله مخ په زیاتیدو ده خو داسی نندارتونونه کولای شي د عامه پوهاوی کچه لوړه کړي.

د ویلو ده چې د دی نندارتون له پاره څه باندی ۲۰۰ قطعي انځورونه  د انځور اخیستونکو لخوا د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز او د آزادو خبریالانو د ملاتړ بنسټ(نی) ته استول شوی وو چې د دریوو پیژندل شويو افغان انځور اخیستونکو د داوری په نتیجه کې دری تنه د ښو انځور اخیستلو په موخه وپیژندل شول. 

همدارنګه دریوو داورانوته د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایي مرکز لخوا ستلاین لیکونه ورکړل شوو.

یاد نندارتون د باغ بابر په ملکی قصر کې د دریوو ورځو له پاره پرانیستل شوی و چې د افغان چارواکو سربیره،بهرنی وګړی او عام خلکو له دی نندارتون څخه لیدنه وکړه.