General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): موحد: په تیرو دری میاشتوکی ۲۳۰ تنه دمسکراتو اونشه یی توکو د ۱۸۶ قضیو په اړوند نیول سوی دی

موحد: په تیرو دری میاشتوکی ۲۳۰ تنه دمسکراتو اونشه یی توکو د ۱۸۶ قضیو په اړوند نیول سوی دی

2018-06-24 Ahmad Khalid Mowahid

 

خالد موحد دمسکراتواونشه یی توکوپرضد دمبارزي عدلي اوقضایي مرکز ویاند اودمطبوعاتو اوعامه اړیکو رییس د یک شنبه په ورځ د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ میاشت په ۳ مه نیټه دحکومت داطلاعاتو اورسنیو په مرکز کې  د یوه خبری ناستې په ترڅ کې وویل چی د۱۳۹۷ کال د (وری،غوایی اوغبرګولی ) میاشتو په اوږدوکې ټولټال د ۱۸۶قضیو په تړاو۲۳۰ تنه د ۱۳ ښځو ،۹ دولتی کارکونکواو۲ ایرانی  وګړو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی دی.

ښاغلی موحد زیاته کړه چی د پورتنیو قضیو په مینځ کې ۶۷ قضیی د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری چې قاچاق وړونکو هوډ درلودل چې نشه یې توکې له دی لاری څخه هندوستان اوسعودی عربستان هیوادونو ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.

نموړی همدارنګه وویل چه دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی  څارنوالی  په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د ۱۳۹۷ لمریزکال د(وری،غوایی اوغبرګولی ) میاشتو په لړکې۶۰عرادی موټره ،یوی عرادی موټرسایکل ، ۲۹۳سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه،۸ میله بیلابیل وسلی چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۲۳۷۰۰۵) نغدی افغانی او(۵۰۵۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی او د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

دښاغلی موحد په خبره ، د ۱۳۹۷ لمریز کال د لمړی ربعی  په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری۱۷۹ تنه دیوی ښځی په ګډون د۱۳۶ قضیو په اړوند له یوه کال نه تر۲۰کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.

موحد همدارنګه وویل چی په تیرو دری میاشتو کی دځانګړی ابتدایی محکمی له لوری ۸ بیګناه پیژندل سوی چی په منځ کی ۳ تنه ښځینه یو تن پولیس افسر او پاتی ټول عادی خلک دی.

دنوموړی به خبره دځانګړی استیناف محکمی له لوری په یاد موده کی هم ۲۴ کسان بیګناه پیژندل شوی دی چی په منیځ کی ۱۱ تنه دولتی کسان او۱۳ تنه عادل خلک دی.

له بل لوری په یاد موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د ۵۹ قضیو فیصلی بشپیړی کړي

هغه ددغی خبری ناستی په ترڅ کی زیاته کړه چی د۱۳۹۷ کال دلمړی ربعی  په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

(۸۵۶،۶۱۹) کیلوګرامه هیروئین

(۳۸۰۷،۱) کیلوګرامه مورفین

(۶۴۳۹،۸۴) کیلوګرامه تریاک

(۲۱۰۸۵،۰۳) کیلوګرامه چرس

(۱۴،۷۷۸) کیلوګرامه ښیښه

(۴۷۱۸۷،۰۱۳) کیلوګرامه کیمیاوی جامد مواد 

(۳۳۵۷،۵) لیتره الکولی مشروبات

(۶۱۵۹) قرصه روان بدلیدونکی ګولی(k)

(۶۵۵) لیتره تیزاب

موحد وویل چی کابل ولایت له ۹۱ قضیو سره اوننګرهارولایت له ۳۳ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایتونوڅخه شمیرل کیږي اما لوگر،دایکنډی،نورستان،پنجشیر،وردک،سرپل،پکتیا،ارزګان،کنر،غور،غزنی،فاریاب،بامیان اوبادغیس هغه ولایتونه دی چی په دغه موده کی د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.

دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز دویاند په خبره د۱۳۹۶ کال دڅلورمی ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۱۷۷ قضیو په تړاو۲۱۸ تنه د ۶ښځو ،۷ دولتی کارکونکو او ۲ ایرانی وګړو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی و.

د یادونې  وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوګرامه مورفین،لس ګرامه سنتیتیک مسکرات،۵ لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کوونکې،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړونو صلاحیت یي لري.