Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دغبرگولی میاشتی راپور

دغبرگولی میاشتی راپور

2018-06-24 CNJC-LOGO

 دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتدایی او استیناف محاکمو میاشتنې راپور

د پولیسو د تدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۷ کال د غبرګولی  میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۶۷ قضیو په تړاو۹۲ تنه د ۶ ښځو،۱ دولتی کارکونکی اویوی ایرانی وګړی  په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویوکسانو په مینځ کې ۲۵ تنه د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری چې قاچاق وړونکو هوډ درلودل چې نشه یې توکې له دی لاری څخه هندوستان اوسعودی عربستان هیوادونو ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.

دمسکراتو اونشه یی توکوسره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی څارنوالی  په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د ۱۳۹۷لمریزکال دغبرګولی میاشتې په لړکې۲۳عرادی موټره، ۱ عراده موټرسایلکل، ۱۱۰سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه،۴ میله بیلابیل وسلی چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۴۶۳۰۵) نغدی افغانی او(۵۰۵۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی او د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ۱۳۹۷ لمریز کال د غبرګولی میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری۴۵ تنه د۴۰ قضیی په اړوند له یوه کاله تر۲۰کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.

له بل لوری په یاد موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د ۲۴ قضیو فیصلی بشپیړی کړي.

د۱۳۹۷ کال د غبرګولی میاشتي په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی یی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

 (۳۶۲،۱۶۵ ) کیلوګرامه هیروئین

(۳۷۵۸،۶) کیلوګرامه مورفین

(۵۸۲۴،۴) کیلوګرامه تریاک

(۱۶۸۴۶،۰۷۵) کیلوګرامه چرس

(۲۲۸۱،۰۳۴ ) کیلوګرامه کیمیاوی جامد مواد 

(۳،۰۵۵) کیلوګرامه ښیښه

(۳۳۳۰) لیتره الکولی مشروبات

(۱۵۱) لیتره تیزاب

(۵۲۹۵) قرصه روان بدلیدونکی ګولی(k)

هغه ولایتونه چې د غبرګولی  میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت له ۳۳ قضیو سره اوننګرهار ولایت له ۱۲ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چې د غبرګولی میاشتي کې هیڅ قضیی نه لري:

دایکندی،پنجشیر،وردک،سرپل،پکتیا،ارزګان،کنر،غور،غزنی،فاریاب،بامیان،لوګر،بادغیس،سمنګان،پکتیکا،کندزاونورستان د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.

دا په داسی حال کی ده چی  د۱۳۹۷ لمریزکال دغوایی میاشتی  په اوږدوکې ټولټال د ۶۶قضیو په تړاو۷۳ تنه د ۵ ښځو اوڅلور دولتی کارکونکو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی و.

د یادونې  وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوګرامه مورفین،لس ګرامه سنتیتیک مسکرات،۵ لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کوونکې،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړونو صلاحیت یي لري.