تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی…

ادامه

د ۱۳۹۷ لمریزکال دلمړی ربعی راپور

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتداییه اواستیناف محاکمو د دری میاشتو راپور:

دپولیسو دتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۷ کال د (وری،غوایی اوغبرګولی ) میاشتو په اوږدوکې ټولټال د ۱۸۶قضیو په تړاو۲۳۰ تنه د ۱۳ ښځو ،۹ دولتی کارکونکواو۲ بهرنی  وګړو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په مینځ کې ۶۷ قضیی د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری چې قاچاق وړونکو هوډ درلودل چې نشه یې توکې له دی لاری څخه هندوستان اوسعودی عربستان هیوادونو ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.

دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی  څارنوالی  په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د ۱۳۹۷ لمریزکال د(وری،غوایی اوغبرګولی ) میاشتو په لړکې۶۰عرادی موټره ،یوی عرادی موټرسایکل ، ۲۹۳سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه،۸ میله بیلابیل وسلی چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۲۳۷۰۰۵) نغدی افغانی او(۵۰۵۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی او د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ۱۳۹۷ لمریز کال د لمړی ربعی  په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری۱۷۹ تنه دیوی ښځی په ګډون د۱۳۶ قضیو په اړوند له یوه کال نه تر۲۰کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.

له بل لوری په یاد موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د ۵۹ قضیو فیصلی بشپیړی کړي

د۱۳۹۷ کال دلمړی ربعی  په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

(۸۵۶،۶۱۹) کیلوګرامه هیروئین

(۳۸۰۷،۱) کیلوګرامه مورفین

(۶۴۳۹،۸۴) کیلوګرامه تریاک

(۲۱۰۸۵،۰۳) کیلوګرامه چرس

(۱۴،۷۷۸) کیلوګرامه ښیښه

(۴۷۱۸۷،۰۱۳) کیلوګرامه کیمیاوی جامد مواد 

(۳۳۵۷،۵) لیتره الکولی مشروبات

(۶۱۵۹) قرصه روان بدلیدونکی ګولی(k)

(۶۵۵) لیتره تیزاب

هغه ولایتونه چې دلمړی ربعی  په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت له ۹۱ قضیو سره اوننګرهارولایت له ۳۳ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو ډیري قضیي لرونکی ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چې د وری میاشتي کې هیڅ قضیی نه لري:

لوگر،دایکنډی،نورستان،پنجشیر،وردک،سرپل،پکتیا،ارزګان،کنر،غور،غزنی،فاریاب،بامیان اوبادغیس د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.

دا په داسی حال کی ده چی  د۱۳۹۶ کال دڅلورمی ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۱۷۷ قضیو په تړاو۲۱۸ تنه د ۶ښځو ،۷ دولتی کارکونکو او ۲ ایرانی وګړو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی و.

د یادونې  وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوګرامه مورفین،لس ګرامه سنتیتیک مسکرات،۵ لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کوونکې،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړونو صلاحیت یي لري.