Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دغویی میاشتی راپور

دغویی میاشتی راپور

2018-05-23 CNJC-LOGO

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتدایی او استیناف محاکمو میاشتنې راپور

 

د پولیسو دتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۷ کال د غویی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۶۶قضیو په تړاو۷۳ تنه د ۵ ښځو اوڅلور دولتی کارکونکو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په مینځ کې ۱۷ قضیی د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری چې قاچاق وړونکو هوډ درلودل چې نشه یې توکې له دی لاری څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.

دمسکراتو اونشه یی توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست د راپور پربنسټ، یاد ریاست وروسته له هغه چې دتدقیق، پلټنی او لابراتوارلوی مدیریت څخه قضیی ترلاسه کړ په دی موده کې یې د تیری میاشتي له پاتی شویو قضیو سره ټولټال د ۸۶ قضیو څیړني بشپړي کړی دي.

دیاد څارنوالی  په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د ۱۳۹۷لمریزکال دغوایی میاشتې په لړکې۱۹عرادی موټره او۹۱سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه،۲ میله بیلابیل وسلی چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۱۸۰۲۰۰) نغدی افغانی او(۲۲۵۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی او د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ۱۳۹۷ لمریز کال د غوایی میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری۸۰ تنه د دوو ښځو په ګډون له یوه کال او یوی میاشتی نه تر۱۵کالو حبس محکوم په سزا شوی دي.

له بل لوری په دی موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د ۱۷ قضیو فیصلی بشپیړی کړي.

د۱۳۹۷ کال د غوایی میاشتي په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

(۱۱۱،۰۶۳) کیلوګرامه هیروئین(۲۷،۵) کیلوګرامه مورفین(۴۱۰) کیلوګرامه تریاک(۳۶۱۱،۱۸۵) کیلوګرامه چرس(۱۲۵۶۵،۳۶۳) کیلوګرامه کیمیاوی جامد مواد(۱۱،۷۲۳) کیلوګرامه ښیښه(۲۷،۵) لیتره الکولی مشروبات(۵۰۴) لیتره تیزاب او (۵۷۴) قرصه روان بدلیدونکی ګولی(k)

هغه ولایتونه چې د غوایی میاشتی په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت له ۲۷ قضیو سره اوننګرهارولایت له ۱۵ قضیو سره د نشه یی توکو او مسکراتو د ډیري قضیي لرونکې ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

هغه ولایتونه چې د غوایی میاشت کې هیڅ قضیی نه لري:

خوست،دایکندی،پنجشیر،زابل،وردک،سرپل،پکتیا،ارزګان،کنر،کاپیسا،غور،غزنی،فاریاب،فراه،بامیان،لوګر،لغمان،بدخشان ،تخار، بادغیس،نیمروز،جوزجان او نورستان هغه ولایتونه دی چې د نشه یی توکو او مسکراتو هیڅ جرمی قضیی نلري.

دا په داسی حال کې ده چې  د۱۳۹۷ کال د وری میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۵۳ قضیو په تړاو۶۵ تنه د دوو ښځو ،۴ دولتی کارکونکو او یوه ایرانی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی.

د یادونې  وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوګرامه مورفین،لس ګرامه سنتیتیک مسکرات،۵ لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کوونکې،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړونو صلاحیت یي لري.